Asset 1SWN

پکتيا کې په څه باندې درې ميليونه افغانۍ د اوبولګولو کانال جوړېږي

FB_IMG_1728484847485

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ریاست له لوري نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کانال د زرمت ولسوالي اړوند کوتي‌خېل کلی کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دغه کانال د ۳۰۰  مترو په اوږوالي  د کرنې ریاست سره په همغږۍ، د پاملرنې نړیوالې موسسې په تخنيکي همکاري او د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام په مالی ملاتړ جوړېږي.

د ياد کانال جوړېدو چارې به په يوه نيمه مياشت کې بشپړې شي چې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي او ټولییز لګښت یې څه باندې درې میلیونه افغانۍ دی.

خبرپاڼه کې د ځايي اوسېدونکي او کروندګر له قوله ويل شوي چې د دې کانال پر جوړېدو سره به يې، ډېرې کرنیزې ځمکې خړوبې شي او  د ورته کانالونو، اوبوبندونو، محافظوي دیوالو او نورو رغنیزو پروژو پر پلي‌کېدو ټینګار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې د اوبو مهار لپاره کوچني او لوی چک‌ډیمونه، بندونه او کانالونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام