Asset 1SWN

نعیم قاسم: حزب‌الله به لومړی ونه‌ژاړي

FILE PHOTO: Lebanon's Hezbollah deputy leader Sheikh Naim Qassem accepts condolences for the death of Hezbollah senior commander Fuad Shukr, who was killed on Tuesday in an Israeli strike, in Beirut's southern suburbs, Lebanon August 2, 2024. REUTERS/Mohamed Azakir/File Photo

د حزب‌الله ډلې مرستیال نعیم قاسم وايي چې د اسراییلو او د یادې ډلې ترمنځ جګړه، هغه نښته ده چې لومړی په څوک وژړوي او په وینا یې، حزب‌الله به لومړی ونه‌ژاړي.

رویټرز خبري ژانس نن سه‌شنبه، اکتوبر اتمه راپور ورکړی چې نعیم قاسم ویلي چې د یوه کال جګړې په تېرېدو سره یې، توان لا پرځای پاتې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې اسراییلو د لبنان په سوېل کې د یادې ډلې له‌منځه وړو لپاره تازه عملیات پیل کړي دي.

په ورته مهال ایران پر دغه هېواد د اسراییلو د احتمالي برید له کبله خبرداری ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول برید به له غچ اخیستنې سره مل وي او د اسراییلو له‌خوا پر ایران د برید له امله یې، خبرداری ورکړی دی.

اسراییلو په لبنان کې د ایران ملاتړ څخه برخمنې ډلې پر حزب‌الله فشار راوستی او د سوېل‌‌ختیځ او سوېل‌لوېدیځ کې محلي محدود او هدفمند عملیات پیل کړې دي.

د روانې اوونۍ په پیل کې اسراییلو اعلان وکړ چې د حزب‌الله ډلې د مالي او تدارکاتي برخې مسوول یې، وژلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سهیل حسین وروسته جګپوړی چارواکی دی چې د اسراییلو له‌خوا وژل کېږي. د اسراییلو بریدونو له امله زرګونه کسان خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام