Asset 1SWN

ای‌اېم‌اېف پاکستان ته د ۷ میلیارډ ډالرو پور ورکړې هوکړه کړې

د-پاکستان-بیرغ

د پیسو نړیوال صندوق یا ای‌اې‌اېف پاکستان ته د اوه میلیارډ ډالرو پور د ورکړې منظوري ورکړې ده.

د پاکستان دولتي بانک مسوولان وايي چې د یادو پیسو لومړی قسط چې ۱.۱ میلیارډ ډالر دي، ډېر ژر به پاکستان ته ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف او د خزانې وزیر له چین مننه کړې چې د یاد پور ورکړې برخه کې یې، پاکستان سره مرسته کړې.

د پیسو نړیوال صندوق د هوکړې له مخې، به پاکستان ته دغه پیسې د ۳۷ میاشتو په موده ورکول کېږي.

ای‌اېم‌اېف پاکستان ته په میلیارډونو ډالر پور ورکړی چې دغه هېواد پرې خپلې اقتصادي ستونزې هوارې او بنسټ‌ییزې پروژې پلې کړي، څو په پښو ودرېږي، خو دغه هېواد کې سیاسي کړکېچ دغه چاره ستونزمنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستاني رسنیو راپورونو کې همداراز راغلي چې د یاد پور ورکړې سره به هغه اندېښنې هم له‌منځه لاړې شي، ګواکې پاکستان به دیوالي شي او په وینا یې، دغه هېواد ته یو بل فرصت هم په لاس ورغلی چې پر ځان‌بسیا شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام