Asset 1SWN

تېرکال د هېواد له تاریخي  او تفریحي سیمو ۹زره بهرني سیلانیانو لیدنه کړې

DSC07159_corrected-2-min

د تېر یوه کال پرمهال د هېواد له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو څخه شاوخوا ۹زره بهرنیو او ۹ میلیونه کورنیو سیلانیانو لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې دغه بهرني سیلانیان تېرکال افغانستان ته راغلي او په وینا یې، سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، په سیاحتي سیمو کې د معیاري هوټلونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه، وږي ۲۷مه کابل کې د خپلو یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

یاد وزارت تېرکال د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه کړې چې په پایله کې یې، د تلوېزیونو ۵۵، د راډیوګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰  سرغړونې تر پېژندنې وروسته، له پالېسۍ سر سم اصلاح شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هوډ لري چې ګرځندوی صنعت ته په معیاري توګه وده ورکړي چې په همدې موخه تېرکال کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ فعال او اوس په‌‌کې زده‌کوونکي روزل کېږي.

د ګرځندوی صنعت په برخه کې ۳ زره شرکتونه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت دی چې په زرګونو کسان په‌کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.

همداراز یاد وزارت تراوسه ۶۲۰ خبریالانو ته د خبریالۍ کارتونه وېشلي او د یوټیوب چینلونو لپاره کړن‌لاره وروستۍ شوې چې ترڅنګ یې، د خبریالانو د صندوق کړن‌لاره هم چمتو شوې ده.

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۰۰ لرغونو سیمو علمي سروې ترسره شوې او ۳۷۱ لرغونې سیمې تثبیت او پېژندل شوي دي.

په همدې ډول، د څه باندې ۱۰ زره ترانو او نعتونو راټولول، د تیاتر د ۱۲ نمایشونو تدویر، د بېلابېلو دورو د ۲۴۱۰ لرغونو اثارو ثبت او د کابل په هوايي ډګر او د هېواد په ګمرکونو کې د ۴۱۶ تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مسوولانو په خبره، د بېلابېلو مسايلو په اړه ۶ مستند فلمونه جوړ او خپاره شوي، ۱۱ فلم نامې او سريالونه اصلاح او د نقاشۍ، خطاطۍ، میناتورۍ او لاسي صنايعو ۲۰ نندارتونونه هم جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام