سلام‌وطندار د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د څو وادونو په تړاو د ځوانانو ترمنځ سروې کړې چې د سروې د هرو لسو ګډونوالو له ډلې اته یې، له څو وادونو سره مخالفت لري. د سروې ډېری ګډونوال د کاپیسا او لږ هغه یې، د نورستان دي.

د سروې موندنې ښيي چې د ټولو ګډونوالو له ډلې، ۸۱.۳سلنه ګډونوال له څو وادونو سره مخالفت لري. د کلي‌والي سیمو په پرتله د ښار ځوانان له څو وادونو سره خوښ نه‌دي او د ښار ۸۷.۹ سلنه او ۶۴سلنه کلي‌وال هم نه‌غواړي چې څو وادونه ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په دې سروې کې ۸۰۰ کسانو چې څلور سوه یې، نارینه او څلور سوه یې، ښځې دي، ګډون کړی دی. سروې کې همداراز موندل شوې چې د نارینه‌وو په پرتله مېرمنې نه‌غواړي، خاوندان یې، څو وادونه ولري؛ داسې چې ۸۶سلنه مېرمنې او ۷۶.۷سلنه هم نارینه د څو وادونو مخالف دي.

د سروې ګډونوالو د عمر کچه له ۱۵ تر ۳۵کلنۍ ده چې ډېری د زیډ نسل یا «Generation Z» په نوم پېژندل کېږي. دغه نسل د ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ زېږېدلي چې د ټولنیزو، بشر حقونو، جنسیتي برابري، خپلواکي او برابرو اړیکو ته د لېوالتیا اړوند مسایلو څخه ډېر پوهاوي لري او څو وادونه نه‌خوښوي. دوی دا دود نابرابر او د نویو ارزښتونو سره په ټکر بولي چې د اقتصادي ستونزو او ګډ ژوند ته د ژمنتیا لپاره له څو وادونو سره مخالف دي.

د کاپیسا اوسېدونکی اقبال وايي چې خپلې مېرمنې ته د ژمنتیا له امله نه‌غواړي چې نور وادونه هم ولري. «لامل یې، د اولادونو بدبختي ده، د کورنیو ترمنځ جګړه ده؛ شاید لومړۍ مېرمنې سره مې چې مینه لرم، دویمې سره هومره ونه‌لرم.»

د کاپیسا یوه بل اوسېدونکي محمداصف وویل: «بیا واده نه‌کوم؛ که وکولای شم چې لومړۍ مېرمنې او اولادونو ته مې ښه ژوند برابر کړم، دا بسنه کوي.»

د هغو مېرمنو له ډلې چې د څو وادونو مخالفې دي، ۳۵.۴سلنه یې پر دې باور دي چې نارینه‌ نه‌شي کولای، د مېرمنو مادي او معنیوي اړتیاوې برابرې کړي. ۲۷.۳سلنه یې، د نورو له تریخ ژوند زده‌کړه کړې او ۳۰سلنه هم غواړي چې د خپل خاوند یوازینۍ مېرمنه واوسي.

د بادغیس اوسېدونکې ۳۰کلنه فیروزه چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي: «یوه مېرمن چې له څو وادونو ښه درک لري او پوهېږي، بیا هم د بلې مېرمنې ژوند خرابوي او خاوند سره یې، واده کوي؛ نارینه ډېر وادونه کوي؛ دواړه ګرم دي. زه د دې واقعیتونو شاهده یم او حتا د کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو لامل شوي.»

هغو نجونو او هلکانو چې تراوسه واده نه‌دی کی، د څو وادونو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د فاریاب اوسېدونکې هدیه وویل: «هېڅ یوه نجلۍ دې ته اجازه نه‌ورکوي چې له واده شوي، کس سره واده وکړي. زه خپله د ارامتیا احساس نه‌کوم، څوک چې مېرمن لري او اړیکه ورسره وپالم؛ راته مهم نه‌‌دي چې ارزښت او اصول وساتم.»

الطاف چې د بامیان اوسېدونکی دی، وايي، څو وادونه د مېرمنې او خاوند اړیکې اغېزمنوي. «څو وادونه ښه نه‌دي؛ کومو شرایطو کې چې ژوند کوو، ښه دا دی چې ژوند کې مینه وي، رضایت وي او رواني ارامتیا ولري؛ که څو مېرمنې ولرې، ارامي به نه‌وي او ستونزې به جوړې وي.»

د فاریاب اوسېدونکی ۲۹کلن احمدجمشید وايي اسلام کې څو وادونو ته اجازه ورکړل شوې او په وینا یې، غواړي درېیم واده هم وکړي. «کوښښ کوم چې عدالت رعایت کړم او د لومړۍ او دویمې مېرمنې په خوښه مې درېیم واده وکړم او غواړم چې د ځمکې پرمخ د مسلمانانو شمېر زیات شي.»

د ښځو حقونو برخې فعالانې وايي چې د لومړۍ مېرمنې له اجازې پرته دویم واده، د مېرمنو پروړاندې تاوتریخوالی دی. حسنا رووفي وویل: «دویم واده کول د دې لامل کېږي چې لومړۍ مېرمن او اولادونه له پام وغورځول شي؛ کله چې اولادونو ته رسېدنه ونه‌شي او د مېرمنو ترمنځ توپیر وشي، دا اولادونه په سمه توګه نه‌روزل کېږي. دا د ټولنې لپاره شومه پدیده کېدای شي.»

دیني عالم عطا‌الله انس وايي چې د مېرمنو ترمنځ د عدالت ټينګښت د نارینه‌وو لپاره له اساسي اصولو څخه دي. «هغه شرطونه چې اسلام د ښځو تعدد لپاره وړاندې کړي، ساده شرطونه نه‌‌دي، هرې مېرمنې ته مستقل ژوند، هرې یوې ته مستقل کور، پوښاک، خوراک او ستونزو ته یې، رسېدنه، دا ډېر مهم موضوعات دي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند محمدعاکف مهاجر بیا په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «دیني عالمان پر دې باور دي چې څو وادونه مستحب امر دی او هغه وخت کې د امکان وړ ده چې یو کس له یوې مېرمنې خپلې اړتیاوې نه‌شي، پوره کولی؛ خو عموم کې څو وادونه مباح امر دی او د هغه امر نفي‌کوونکی دی چې وايي، واده سنت دی.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې سلام‌وطندار له ۱۹ هغو مېرمنو سره مرکې کړې وې چې خاوندانو یې، څو وادونه کړي وو. دغه مېرمنې پر بېلابېلو رواني ستونزو اخته او له ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام