Asset 1SWN

لوګر کې پر ۸۰۰ بې‌وزله مېرمنو چرګې ووېشل شوې

۰۱۱۰

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز پل‌علم او بره‌کي برک ولسوالي کې پر شاوخوا ۸۰۰ بې‌وزله مېرمنو چرګې ووېشل شوې.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد سلام وطندار ته وویل، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د افغانستان لپاره د کلیو بیارغولو موسسې په تخنیکي مرسته د پل‌علم او بره‌کي‌برک ولسوالي پر اړمنو مېرمنو چرکې او د ساتنې د اړتیا وړ وسایل ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاهد زیاته کړه، «هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۳۰ دانې د هګیو چرګان، ۱۵۰ کېلو ګرامه د چرګانو خوراکه، یوه دانه دروازه، یوه دانه کړکۍ، ۳ دانې د خوړو لوښي او یو شمیر نور اړین وسایل ووېشل شول.»

د یادې بې‌وزله مېرمنې به په خپلو کورنیو کې د اقتصادي ملاتړ په موخه د چرګو واړه فارمونه جوړه کړي او له دې لارې به خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د مرکز پل علم یوه اوسیدونکي روح الله سلام وطندار راډيو ته وویل چې خوښ دی چې د بره‌کي برک او مرکز پل‌علم له سلګونه بې‌وزله او اړو مېرمنو سره د چرګانو او د چرګانو د ساتنې او پالنې وسایل مرسته شول.

هغه زیاته کړه، مېرمنې کوشلای شي چې د چرګانو ساتنې ته په خپلو کورنو کې پراختیا ورکړي او له دې لارې د خپلو کورنو اړتیاوې پوره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د کرنې او مالدارۍ وزارت د یو شمیر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ له سلګونه بې وزله او اړمنو میرمنو سره ورته د چرګانو مرسته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام