د پکتیا او کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې پر سلګونه جریبه ځمکو کرل شوي چرس او کوکنار لهمنځه وړل شوې دي.
د کندهار د امنیې قومنداني مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو او حوزو کې ۱۹۹ جریبه ځمکه باندې کرل شوي تریاک او چرس لهمنځه وړل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امنیه قومندان ویاند اسدالله جمشید وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال د ۶۱ بېلابېلو پلټونو په ترڅ کې ۱۰ کیلوګرامه ښیښه، ۵۴۶۳ کیلو ګرامه اومان، ۴۰۰۴ عدده زيکپ ګولۍ، پنځه عرادې موټر او څلور موټرسایکلونه هم نیول شوې دي.
د کندهار امنیه قومنداني د معلوماتو له مخې، په دې تړاو ۲۰ تورن کسان هم نیول شوي دي.
بلخوا د پکتـيا امنـيه قومنداني مسوولان بیا وايي، د ځاځياريوب ولسوالي امنيتي ځواکونو تېرو دوو ورځو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې ولاړ د چرسو کښتونه لهمنځه وړي.
د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې په تېرو درېوو ورځو کې د امنيه قومنداني اړوند د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې مديريت ځواکونو ځاځياريوب ولسوالي کوزبيلوټ، باربيلوټ او ځينو نورو سيمو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې د چرسو ولاړ کښتونه اړولي دي. د ځدراڼ په خبره، لاهم د چرسو او نورو نشه يي توکو کښتونو اړولو کمپاين دوام لري.
ورته مهال ځاځياريوب ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي د چرسو اړولو کمپاين څخه خوښ دي، خو د بديل او نورو مرستو غوښتنه کوي. د پکتيا امنيتي مسوولان ټينګار کوي چې د هر ډول نشهيي توکو کښت، قاچاق او پلورل مخنيوي لپاره جدي هڅې کوي.