د پاکستان د پارلمان ویاند وايي چې موږکانو د پارلمان مهم اسناد خوړلي او لهمنځه یې وړې دي.
دغه وروسته وروسته له هغې جوته شوه چې یوې کمېټې د پارلمان د ۲۰۰۸ کال د غونډو اړوند د مهمو سندونو د پلټنې غوښتنه وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسنادونو راټولولو پرمهال معلومه شوه چې ډېری دغه سندونه د موږکانو لهخوا خوړل شوې دي.
د پاکستان د پارلمان ویاند ظفر سلطان بيبيسي ته ویلي: «موږکان دومره غټ دي چې ښايي پيشوګانې هم ترې ووېرېږي.»
د پاکستان پارلمان د موږکانو لهمنځه وړو لپاره هر کال ۱.۲ میلیونه کلدارې «۴۳۰۰ ډالر» بودیجه ځانګړې کړې.
ویل کېږي چې ډېری موږکان د پارلمان لومړي پور کې دي، چېرته چې د ګوندونو او کمېټو دایمي ناستې او غونډې کېږي.
د پاکستان په یوشمېر دولتي ورځپاڼو کې د پارلمان د موږکانو لهمنځه وړو لپاره اعلانونه هم ورکړل شوي چې یوازې دوو شرکتونو د موږکانونو لهمنځه وړو ته لېوالتیا ښودلې.