Asset 1SWN

د لوګر مرستیال والي: فارغ شویو ځوانانو ته به‌ کاري‌فرصتونه برابر شي

3d5954a2-bab3-4b11-9589-48ab09648363

د لوګر مرستیال والي وايي چې د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې څخه به نویو فارغ شویو ځوانانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې له دوه پوهنځیو څخه ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول. د دغه لایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس ضیاالاحمد صارم جوړې شوې غونډې ته وویل، د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه شاوخوا ۱۱۰ زده‌کړیالان فارغ شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صارم زیاته کړه، د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې د پخوا په پرتله د پام پرمختګ کړی او ژر تر ژر به د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري دوه نورې پوهنځۍ هم رامنځته شي.

همدارنګه د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفیع‌الله صمیم وویل، هېواد کې د ټولو ستونزو یوازینی حل، پرمختګونه او حاکمیت له علم پورې تړلی دی.

نوموړي له تازه فارغ شویو زده‌کړیالانو وغوښتل چې خپلو لوړو زده‌کړو او په خپلو څانګو کې څېړنو ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي محمدانور دین‌پرور په دې غونډه کې وویل، ا.ا ټول ولایتي چارواکي هڅه کوي چې تازه فارغ شویو ځوانانو ته په خپلو رشتو کې کاري فرصتونه برابرکړي.

نوموړي زیاته کړه، د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې شته ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي او د دغه ولایت ځوانانو ته به د زده‌کړو برخه کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د لوړو زده‌کړو موسسې له ښووني او روزنې پوهنځي څخه یوه تازه فارغ شوي زده‌کړیال احمدجاوید سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې خپلې څلور کلنې زده‌کړې یې، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دولتي او نادولتي ادارو کې تازه فارغ شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیره دې نه وي چې د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې اوس په څلورو پوهنځیو او لس ډيپارټمینټونو کې شاوخوا دوه زره نارینه زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام