Asset 1SWN

عباس عراقچي د ایران د بهرنیوچارو نوماند وزیر ټاکل شوی

156914628

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ته عباس عراقچي د نوماند وزیر په توګه ټاکلی دی.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې ټاکل شوي کمېسیونونه به سبا دوشنبه د نوماند وزیرانو د پلانونو بیاکتنې بهیر پیل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عراقچي یو تجربه‌لرونکی ‌ډیپلومات دی چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د تهران او د نړۍ ځواکمن هېوادونو ترمنځ د اټومي خبرواترو مشري کوله.

نوموړي په ترکیه او جاپان کې د ایران د سفیر په توګه دنده کړې او دوه کاله یې، د اسیا پاسیفیک لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې د لنډې مودې لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه هم ټاکل شوی دی.

هغه مهال چې محمدجوادظریف د بهرنیو چارو وزیر و، عراقچي په بهرنیو چارو وزارت کې دویم نفوذ‌لرونکی چارواکی او د حقوقي او نړیوالو چارو د مرستیال او په سیاسي چارو کې یې د مرستیال په توګه هم دندې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د یو‌شمېر نورو وزارتونو لپاره هم نوماند وزیران ټاکلي چې د دغه هېواد ولسي جرګه کې به د تایید او یا هم د رد رایه ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام