Asset 1SWN

ایران کې افغان کډوال: حکومت دې زموږ دفاع وکړي

ایران-افغان کډوال

ایران کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، دامهال شاوخوا ۵ میلیونه قانوني او غیرقانوني افغان کډوال دغه هېواد کې ژوند کوي، خو دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې د ایراني چارواکو له لوري پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي پر دوام، ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کې چې په‌کې لیدل کېږي، ایراني پولیس له افغان کډوال سره زورزیاتی کوي. د ایران امنیتي مسوولانو دغه چلند ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي.

ایران کې یوشمېر افغان کډوال سلام‌‌وطندار ته وايي، دا وخت له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په وېره شپې او ورځې تېروي. احمد چې د بې‌وزلي له امله ایران ته تللی، وايي: «یونیم کال کېږي چې ایران کې یم. ایران کې د افغانانو پر وړاندې ظلم روا دی او هغه کسان چې پاسپورټ او اسناد لري، هلته نه‌چلېږي.»

ایران کې افغان کډ‌وال زیاتوي چې سره له دې چې د اوسېدو لنډمهاله اسناد لري، خو بیا هم د پولیسو له لوري نیول کیږي او ورسره تاوتریخوالی کېږي.

د دوی په وینا، دې وروستیو کلونو کې یې څو ځله هڅه کړې چې ایران کې د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي، خو ورڅخه باج غوښتل شوی او کره اسناد نه‌دي ورکړل شوي. دغه کډوال له سرپرست حکومت غواړي چې د ستونزو حل لپاره یې اقدام وکړي.

ایران کې افغان کډوال صدرمحمد وویل: «موږ له خپل حکومت غوښتنه کوو، که له موږ دفاع کوئ، نو ولې زموږ خلک په ظلم کې دي او ولې زموږ خلک درد ویني او وژل کېږي.؟»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، ایران د خپلو اقتصادي موخو لپاره پر افغان کډوالو فشارونه زیاتوي. د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمان ثاقب وویل: «پخوا به ایران قانوني او غیرقانوني کډوال منل، د خپلې اقتصادي ګټو لپاره او اقتصادي ګټه به ترې اخیستل کېده، خو وروستیو درېوو کلونو کې ډېری افغانانو خپله پانګه ایران ته یوړه او ایران غواړي له دې وروسته دا بهیر قانوني شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه چې ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتېدو په تړاو د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم ترلاسه کړي، خو د سرپرست حکومت ویاندویان، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان او تهران کې د افغانستان سفارت په دې اړه نظر ورنه‌کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام