Asset 1SWN

پکتيا کې سږکال د غنمو حاصلات ۱۹ سلنه زيات شوي

95b0719d-c369-4ad6-b381-118507e4c19d

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالداری رياست مسوولان وايي چې سږکال په دې ولايت کې د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د مسوولانو په وینا، سږکال دغه ولایت کې ۲۷زره او پنځه سوه هکتاره للمي او ابي‌ځمکه باندې غنم کرل شوي وو چې تېرکال ته په پرتله ۱۹سلنه زياتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولان زیاتوي چې بزګرانو ته پر وخت د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو ورکړه او پسرلي کې د بارانونو اورښت، د غنمو حاصلاتو زياتوالي لامل یادوي.

د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي سلام‌وطندار ته وويل چې تېرکال دغه ولایت کې شاوخوا ۴۰زره مټريک ټُنه غنم ټول شوي، خو سږکال شاوخوا ۶۰ زره مټريک ټنه غنم راټول شوي دي.

د هغه په وينا، روان کال د موسسو په مرسته په ډېری سيمو کې اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي چې ښه پایله یې ورکړې.

نوموړي وويل:«د ۱۴۰۲کال پکتیا کې د غنمو حاصلات۴۰۸۲۳ متریک ټنه وو، خو سږکال الحمدالله د غنمو حاصلات ۵۹۸۹۶.۳ مټریک ټنه شوي چې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې تقریباً ۱۹٪ زیاتوالی راغلی دی.»

په ورته وخت کې پکتيا کې يوشمېر بزګران هم وايي چې سږ کال يې د غنمو حاصلات ښه وو. د احمدابا ولسوالي یوه اوسېدونکي روزي‌خان سلام‌وطندار ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې، د غنمو حاصلات دوه برابره شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کروندګرو په وينا، که د کرنې رياست او موسسو ټولو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمياي سرې او د ناروغيو مخنيوي برخه کې درملو مرسته وکړي، د غنمو حاصلات به لازيات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام