Asset 1SWN

نیپال کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۸کسان مړه شوي

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲ص۳

د نیپال پلازمېنې کټمنډو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي.

پېښه نن چهارشنبه، جولای ۲۴مه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د نیپال سوریا هوايي شرکت دغه الوتکه له الوتنې لږه شېبه وروسته، ولوېده او اور یې واخیست.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیپال ملکي هوايي چلند ادارې له پېښې وروسته یوې خبرپاڼه کې ویلي: «الوتکه له پورته کېدو، وروسته، ښې اړخه ته چپه شوه او اور یې واخیست.»

د نیپال سوریا هوايي شرکت مسوولانو ویلي چې ۱۸ نیپالایان او یو انجینیر د عمان اوسېدونکی دی. پېښه کې د ډلې مشر ژوند ژغورل شوی او روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تراوسه نه‌دي ویل شوي چې دې الوتکه کې څومره کسان سپاره وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې الوتکې یاد کسان، د یوه بل هوايي ډګر چې تازه جوړ شوی، د تخنیکي کارونو مخته وړو لپاره، هغه هوايي ډګر ته لېږدول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه هېواد کې د الوتکو لوېدو پېښه ګڼ‌شمېر کسان مړه او یو‌شمېر نور یې بیا ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام