Asset 1SWN

سلام وطندار

ا.ا په افغانستان کې د امریکايي وسلو پلورلو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

arg-qeix75wf5ssq8xo7l9r49kui2ll6tg0s0bfx0zs3go

په داسې حال کې چې په امریکا کې د ولسمشري ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاینونه تاوده شوي، د افغانستان او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل هم د دغه هېواد د ټاکنیزو کمپاینونو یوه مهمه موضوع ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماندا او د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د ۸۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې شوي چې په خبره يې، افغانستان د امریکايي وسلو د خرڅلاو په تر ټولو لوی بازار بدل شوی دی.

خو د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د امریکايي وسلو د پلورلو ادعا ردوي او وايي: «هغه ټول نظامي تجهیزات چې افغانستان کې پاتې دي، اوس هم شته او چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې یادې وسلې او تجهیزات قاچاق کړي. دغه تجهیزات د افغانستان ملکیت دی او د ملي او دیني ارزښتونو د دفاع لپاره کارول کېږي.»

ډونالډ ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نوموړی د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې په دغه هېواد کې د بیاځلې واک ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. له دغو ټاکنو مخکې شوې نظرپوښتنې ښيي چې په یادو ټاکنو کې د ټرمپ چانس ډېر دی.

د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان بیا باور لري چې د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې تبیلغاتي بڼه لري او په خبره یې: «د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي مخکې ټاکل شوې ده. نه ډونالډ ټرمپ او نه هم بل څوک دا پالیسي بدلولی شي؛ یوازې که له افغانستانه ورته ګواښ پېښ وي، بیا ښايي ځینې ګامونه واخلي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې له افغانستان څخه د امريكا د متحده ايالتونو د وتلو هوکړه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امريكا او ا.ا ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه كې لاسليك او د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال عملي شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام