Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې د پاسپورټ وېش له درکه ۴۲ میلیونه افغانۍ ټولې شوي

پاسپورټ

د پروان امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د پاسپورټ وېش له درکه څه باندې څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د امنیه قومنداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار نن شنبه، چنګاښ ۳۰مه سلام‌وطندار ته وویل چې د روان ۱۴۰۳کال په لومړیو درېوو میاشتو کې خلکو ته ۸۰۸۴ جلده پاسپورټونه وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو پاسپورټونو وېشل له درکه ۴۲۸۸۵۷۵۰ افغانۍ عواید ټول شوي دي.

د امنیه قومنداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار زیاته کړه چې دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ځنډ پرته روانه ده او هره ورځ، لسګونه کسان د پاسپورټ اخیستلو لپاره مراجعه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې یو‌شمېر دولتي ادارو خپل راټول کړي عواید په ډاګه او د چارواکو په وینا، د دولتي خزانې ته یې سپارلې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام