Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست او ننګرهار کې ۱۳ کسان د ځنګل‌پرې کولو په تور نیول شوي

8474ac10-3fa6-44bc-ad90-cb2014fc3d25

د خوست او ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې د ځنګل‌پرې کولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت د پچيراګام ولسوالي مېلوې سيمه کې د امنيتي مسوولانو له لوري هغه اووه کسان نيول شوي چې په ځنګل کې يې ونې پرې کړې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادو کسانو سره ۲۰ چارتراش نيول شوي چې اوس د شنې قطعې له ځواکونو سره دي.

بل‌خوا د خوست امنیه قومنداني نن «شنبه، چنګاښ ۲۳مه» په يوې خبرپاڼه کې ویلي، د ياد ولايت د تڼیو ولسوالي د اوومې حوزې سرتېرو او د ځنګل ساتنې قطعې له‌خوا شپږ کسان د همدې ولسوالي په نریزې کلي کې د ځنګل‌پرې کولو په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د موسی‌خېلو ولسوالي په غلنګ سیمه کې امنيتي ځواکونو د لرګیو سکارو اووه بټۍ چې د ځنګلانو قانون خلاف دی، له‌منځه وړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه زياتوي چې د ځنګل‌وهنې مخنیوی د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ رامنځته شوی او دې برخه کې د ځنګلونو پرې کولو مخنیوي لپاره جوړه شوې شنه قطعه چمتو ده، څو له ځنګلاتو ساتنه وکړي او ځنګل غوڅوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام