Asset 1SWN

شمالي‌کوریا ته د پوتین سفر؛ کېم‌جونګ اون: اوکراین کې د روسیې جګړې ملاتړ کوو

2024-06-18T214456Z_1737603149_RC2XD8AB9TVM_RTRMADP_3_NORTHKOREA-RUSSIA-1718765697

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په رسمي بلنه د دغه هېود پلازمېنې پیونګ یانګ ته رسېدلی دی.

پوتین په ۲۴ کلونو کې دغه هېواد ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې دغه ښار ته ورسېد.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کیم د پوتین ښه راغلاست لپاره په هوايي ډګر کې و او دواړه مشران په یو لوی موټر کې د کمسوسن ایالت مېلمستون ته یوځای سفر وکړ. دا لیدنه د کېم په بلنه ده او د روسیې په ختیځ کې د وستوچني کاسموډروم کې د تېر سپټمبر په میاشت کې د دواړو مشرانو ترمنځ د سړو خبرو-اترو تعقیب دی.

د شمالي کوریا مشر پوتین سره د خبرو پرمهال په اوکراین کې د روسیې د جګړې لپاره د “بشپړ ملاتړ او پیوستون” ژمنه وکړه.

ولسمشر ولادیمیر پوتین په پیونګ یانګ کې د خبرو پرمهال وویل چې مسکو د امریکا او د هغې د متحدینو د لسیزو اوږدې “استبدادي او امپریالیستي پالیسي” په وړاندې جګړه کوي.

پوتین په اوکراین کې د کېم د ملاتړ له امله مننه وکړه او وویل چې دواړه هېوادونه به د خپل شراکت پراختیا لپاره یو تړون لاسلیک کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روسیې او شمالي‌کوریا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې له هغه وروسته چې مسکو د اوکراین پر خاوره خپل بشپړ برید پیل کړ، خپلې اړیکې ژورې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام