Asset 1SWN

هبت‌الله اخوند‌زاده: د شریعت په چوکاټ کې نړۍ سره سیاسي اړیکو غواړو

Hibatullah Akhundzada

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوند‌زاده «جمعه، غبرګولي ۲۵مه» د لوی اختر په مناسبت اختریز پیغام کې ویلي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه «اسلامي هېوادونو سره د اسلامي شریعت چوکاټ» کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې ویلي: «اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د شرعي حدودو په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هبت‌الله اخوندزاده په دې اختریز پیغام کې پر شتمنو او سوداګرو غږ کړی چې هېواد کې د اقتصادي ودې او د خلکو اقتصادي ستونزو له‌منځه وړو برخه کې پانګونه وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت د دوی امنیت او د هر چا حقونو درناوي ته ژمن دی او د امارت ټولې څانګې مکلفې دي چې د پانګوالو لپاره د افغانستان د سوکالۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي.»

د اختریز پیغام په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو حقوق او مرستې ته په کلکه ژمن دی. «اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معیوبینو او بې‌وزلو حقونو ته په کلکه ژمن دی او مرسته ورسره کوي. موږ بیا هم پر افغان سرمایه‌دارانو غږ کوو چې اړمن او یتیمان له پام ونه‌غورځوي او د هغوی پالنې او مرستې ته پاملرنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هبت‌الله اخوند‌زاده همداراز امنیتي مسوولانو ته لارښونه کړې چې د اختر ورځو پرمهال د خلکو سوکالۍ، امنیت او خوندیتوب ته پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام