Asset 1SWN

پکتيا کې په ۲۲۵ میلیونه افغانیو ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې

فارمت برای تصویر

پکتيا کې د جاپان د خلکو په مالي مرسته او د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا يونېسف په مشارکت روان ۱۴۰۳کال کې ۱۸ ښوونځيو ته د ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتيا د پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي د يادو ښوونځيو د چارو پيل مراسمو کې وويل، دې ولايت کې ۶۰سلنه ښوونځي ودانی نه‌لري چې له امله يې زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د يادو ۱۸ ښوونځيو لپاره د ودانیو پر جوړېدو شاوخوا ۲۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي چې په یو پوړ کې به جوړه او شپږ درسي خونې، اداري خونه، تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې به ولري.

هغه وویل: «پکتيا کې الحمدالله په ۱۴۰۳ کال کې اتلس مکاتبو لپاره د اساسي ودانيو جوړېږي. دا د يونېسف ادارې په مالي لګښت او د اسلامي امارت د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د پکتيا په ديارلس ولسواليو کې به اتلس ښوونځيو ته ودانۍ په اساسي ډول جوړېږي. په دې ۲۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي، ۶۰سلنه ښوونځي ودانۍ نه‌لري.»

د پکتيا د والي مرستيال انعام‌الله صلاح‌الدين بيا يادو مراسمو کې وويل، د سرپرست حکومت ژمن دی چې د پوهنې برخې ستونزو ته رسېدنه وکړي. هغه وويل، له موسسو او نړيوالو ادارو سره يې خبرې کړي، څو په مرسته يې پکتيا کې نورو ښوونځيو ته هم ودانی جوړې کړي.

هغه وویل: «دا د دنياوالو پلانونه و چې موږ ته يې جوړ کړي وو، په يو لرې واټن يې سره بيل کړي چې څوک دې مکتب‌واله دي او څوک د مدرسې والا دي، نن زه د مدرسې والا يم، خو مدرسې او مکتب راته يو شی دي، که هغه جوړېږي، که دا جوړيږي. په هغه ورځ يې هم طرفدار يم اوس يې هم طرفدار يم بيا به يې هم طرفدار يم البته پرديو فکرونو او مفکورو موږ افغانان سره ويشلي و.»

د مرکز ګردېز اړوند د «ابراهيم‌خېلو» کلي اوسېدونکي حسين وويل، د ښوونځي د ودانۍ نه‌شتون له امله به زده‌کوونکو د کلي تشو کورونو کې زده‌کړې کولې.

هغه د پوهنې رياست له چارواکو غواړي چې ښوونځيو ته د ودانيو د جوړېدو ترڅنګ دې، مسلکي ښوونکي هم وګماري او زده کوؤنکو ته دې تدريسي کتابونه په پوره ډول ورکړي.

نوموړي وویل: «علم خو رڼا ده، ديني عالمان او ټول خلک هم وايي چې علم رڼا ده. ماشومان دومره په تکليف و چې باران کې به ځينې په پردي کور کې به پاتې وو، خپلو کورونو ته به نشول رسېدای. اوس که دا تعمير پخير ورسيږي، دا خو ډېر ښه کار دی او ډېر سهولت به راشي.»

د پکتیا بل اوسېدونکی عابدالله هم وويل، کلي کې يې د ښوونځي د ودانۍ نه‌شتون له امله به د باد او باران پرمهال زده‌کوونکي له زده کړو پاتې کېدل.

نوموړي وویل: «دلته خو شاګردان ډېر په تکليف و کله به چې باران و خټې به وې رسيده ګي يې نشوه کولی او چې اسمان به شين و دوړې او بادونه به و نو کوچني ماشومان به نشول راتللی له امارت مننه کوؤ چې دلته ښوونځی جوړوي او په اينده کې له دوی څخه موږ دا غواړو مسلکي استادان ورکړي، کتابونه او نور وسايل ورکړي چې دوی خپله کارونه مخې ته يوسي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيا پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال پکتيا کې ټول ۳۷۰ دولتي ښوونځي شته چې له ډلې يې ۱۸۳ هغه ودانۍ نه‌لري او د ځینو ښوونځيو ودانۍ هم بیارغونې ته جدي اړتيا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام