Asset 1SWN

خوست کې د «شراب جوړولو کارخونه» له‌منځه وړل شوې

ززززز

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د «شراب جوړولو یوه کارخونه» کشف او له‌منځه وړې.

د یاد ولایت له امنیې قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو پرون د دې ولایت اړوند تڼیو ولسوالي په مربوطاتو کې د شراب جوړولو يوه کارخونه کشف او له‌منځه وړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې په ياده کارخونه کې ۸۰ ليتره شراب هم له‌منځه وړل شوي او په تړاو يې يو کس نيول شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې هم په خوست کې يو لړ نشه‌يي توکي کشف او له‌منځه وړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام