د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، اسپانیې او ایرلنډ له لوري د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندلو هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه وزارت نن د غبرګولي څلورمه، د جمعې ورځ پر خپلې اېکسپاڼې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پهکې لیکل شوي، دغه پرمختګ داسې مهال کېږي چې اسراییلو پر غزې برید سره «د نسلوژنې جګړهیيز جنایتونه» کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د افغانستان ا.ا د فلسطین خاوره د دغه هېواد د خلکو مشروع حق بولي او د صهیونېستي اشغالګرو له لوري روانه نسلوژنه د سیمې د بېثباتۍ لامل بولي او هغه په سختو ټکو غندي.»
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غوښتي چې د فلسطین له خلکو د دفاع لپاره د روان ناورین پر وړاندې بیړني ګامونه واخلي.
د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې مشرانو دوه ورځې وړاندې په ګډه اعلان وکړ چې په غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره فلسطین د یوه رسمي هېواد په توګه په رسمیت پېژني.