Asset 1SWN

د موزیم نړیواله ورځ؛ د ا.ا په واکمنېدو سره د ۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

روز-جهانی-موزیم-3-qocdk8wt3tsikj5f5lz7lf7pvdy6n2ah3dihzkblvs

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن د مې مياشتې ١٨مه د اسلامي دورې، د سپینو زرو دورې او آى‌خانم د آثارو د نندارتونونو په جوړولو سره د موزيم نړيواله ورځ ونمانځله. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي، د ا.ا له بیاځلې واکمنۍ وروسته يې له هېواده د ۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د لوګر د عینک مسو کان په ګډون، په بېلابېلو ولایتونو کې پنځه زره لرغوني اثار کشف او ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هغو هېوادونو څخه غواړي، څو په تېرو شلو کلونو کې ورته د افغانستان قاچاق شوي لرغوني اثار بېرته افغانستان ته وسپاري.

هغه زیاتوي: «په څه باندې دوو کلونو کې مو د ۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې او قاچاقیان مو یې عدلي ادارو ته سپارلي دي. دغه راز، لرغون‌پېژندونکو د مس عینک کان په ګډون، په نورو ولایتونو کې په نښه او ملي موزیم ته یې لېږدولي دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، اوس په بېلابېلو ولایتونو کې د لرغونو اثارو د بیارغونې چارې روانې دي. د دغه وزارت سرپرست زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې دوه زره لرغوني اثار رغول شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او د ګرځندوی مرستیال سعدالدین سعید وايي، ا.ا هڅه کوي چې په هېواد کې جهادي موزیم هم جوړ کړي. هغه زیاتوي: «ا.ا هڅه کوي چې د هېواد په کچه یو جهادي موزیم هم جوړ کړي، څو د خلکو خاطرې هېرې نه‌شي.»

په ورته وخت کې د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو رییس ولي‌ګل جواد وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلان لري چې ملي موزیم د سیمې هېوادونو د موزیمونو په څېر معیاري کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان ملي موزیم سل کاله مخینه لري او د کورنیو جګړو پر مهال يې ځینې برخې او تاریخي اثار ویجاړ شوي او یا هم لوټ او له هېواده قاچاق شوي دي. اوس هم په دغه موزیم کې څه باندې ۶۰ زره لرغوني اثار ساتل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام