Asset 1SWN

د جاوشېنګ او عبدالکبیر لیدنه؛ چین به نړیوالو غونډو کې له ا.ا ملاتړ وکړي

جاو شینگ

کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د ترانس همالیا غونډه کې ګډون وکړي.

محمدعبدالکبیر سره له دې چې ترانس همالیا غونډه کې د ګډون او نه‌ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې پرمختګ او ثبات اړوند مسایلو کې یې د سرپرست حکومت پر فعاله ګډون ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه لیدنه کې د چین سفیر هم ډاډ ورکړی چې هېواد یې نړیوالو غونډو په ځانګړې توګه امنیت شورا کې به د افغانستان له سرپرست حکومت ملاتړ وکړي او ورسره همکارۍ ته ژمن دی.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «د چین سفیر په دې لیدنه کې ویلي، هېواد یې په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو همکاري کولای چې ستونزې هوارې کړي. له سیاسي مرستیاله یې د ټرانس همالیه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او نړیوالو ناستو کې له امارت د چین د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.»

د چین سفیر سره لیدنه کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه ټینګار کړی چې سرپرست حکومت سره د چین همکاري به د افغانستان اقتصادي پرمختګ او مثبت بدلون ته لاره هواره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د ترانس همالیا غونډه کې د ګډون لپاره افغانستان ته بلنه ورکول، هېوادونو سره د سرپرست حکومت نږدې‌کېدو لپاره یو ښه فرصت بولي.

اقتصادي کارپوه قیس محمدي وویل: «د دې ناستې موخه د همالیا غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ د همکاریو او همغږۍ رامنځته کول دي. دې ناسته کې د افغانستان ګډون ښکاره کول دي، دا ناسته به د اقتصادي همکاریو د خبرپاڼو خپرولو سره مل وي. له افغانستان د چین بلنه دا ده چې افغانستان کې د سرچینو او نویو بازارونو د رامنځته په هڅه کې ده.»

سره له دې چې د ترانس همالیا غونډې د جوړېدو کره نېټه تراوسه نه‌ده مشخصه شوې، خو تېرکال دغه ناسته د تلې میاشت کې جوړه شوې وه.

یاده غونډه چې هرکال چین کې جوړیږي، ټاکل شوې تر ډېر په‌کې د اقتصادي اړیکو، د اقلیمي بدلونونو مدیریت او د هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تېرکال دغه غونډه کې ګډون کړی و او د ګډو اقتصادي او ترانزیتي همکاریو او د هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتولو غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام