د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چټک غبرګون یو سرتېری د سړې هوا او ستړیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد سرتېری چې کاپیسا کې د چټک غبرګون قطعې غړی و، له غزني ښار څخه د دغه ولایت رشیدان ولسوالي ته پلی روان و چې د لارې په اوږدو کې یې د سړې هو او ستړیا له کبله مړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته وايي، دغه سرتېری او یو بل کس د غزني رشیدان ولسوالي ته پلي روان وو چې د خواجه عمري ولسوالي په «برکت کوتل» کې یې د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړی.
تېره ورځ غزني کې د سختو اورښتونو له امله د شپږو ولسوالیو لویې لارې تړل شوي او ځینې وخت مسافر اړ کېږي چې په پلي تګ خپل منزل ته ځانونه ورسوي.
نږدې یوه میاشت وړاندې هم د دغه ولایت ناوور ولسوالي کې د سړې هوا له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
غزني د هېواد له سړو ولایتونو دی چې هر کال د ژمي موسم پر مهال پهکې درنه واوره کېږي له امله یې د وخت ناوخت له مرکز سره د ولسوالیو او لروپرتو سیمو لارې هم تړل کېږي.