د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري په برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۳۵۰ بېوزله او اړو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل سلاموطندار ته وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په څرخ ولسوالي کې پر ۷۵۰ بېوزله کورنیو او په برهکي برک ولسوالي کې پر ۶۰۰ بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نائبخېل زیاته کړه، «هرې بېوزله کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، ۶ کېلو ګرامه دال، ۱۰ لېټره غوړي، ۶ کېلو ګرامه مالګه، ۳۰ پاکټه د ماشومانو ځانګړي پلمپي خواړه او ۳ پاکټه د ماشومانو سوپر سریال خواړه وېشل شوي دي.»
نوموړی همدارنګه وايي، د لوګر په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د کلیو پراختیا ریاست له لوري د بېوزله او اړو کورنیو سروې شوې او ورته مرستې به په پاتې سیمو کې هم له بېوزله او اړو کورنیو سره وشي.
بېوزله او اړې کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړ نړیوال پروګرام(WFP) له لوري یې د خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه، خو ټینګار کوي چې شوې مرستې دوېته بسنه کوي او نړیوال بنسټونه دې دغه ولایت کې له بېوزله او اړو کورنیو سره دوامداره مرستې وکړي.