Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې بې‌وزله کورنۍ: کېدونکې مرستې راته بسنه نه‌کوي

IMG-20231115-WA0026

د لوګر یو‌شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا کېدونکې مرستې ورته بسنه نه‌کوي.

د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر دغه بې‌وزله کورنۍ  سلام‌وطندار ته وايي چې یادې مرستې یې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې بنسټ‌ییزې مرسته ورسره وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوي ټینګار کوي چې په یوه بوجۍ اوړو او یوې بوشکې غوړیو د بې‌وزله کورنیو اړتیاوې نه پوره کېږي. دوی پر  سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې د اساسي مرستو ترڅنګ دې دوی ته د کار زمینه برابره کړي، څو وکولای شي له شته ستونزو خپلې کورنۍ وژغوري.

د لوګر یوه اوسېدونکي نظیراحمد سلام‌وطندار ته وویل: «نه والله دغه مرستې بسنه نه‌کوي، کمې دې زموږ د ټولو اقتصاد بېخې زیات خراب دی. هره کورنۍ اقتصادي ستونزې لري، له دولت او نړیوالو بنسټونو مو غوښتنه دا ده چې روانې بشري مرستې زیاتې کړي.»

په ورته مهال د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي سیف‌الرحمن هم وویل چې د مرستو برخه کې ستونزې لري او په وینا یې، د بې‌وزلي له کبله هر کال د کار کولو لپاره ایران ته ځي.

هغه وویل: «د بشري مرستو برخه کې مونږ سل سلنه ستونزې لرو دغه مرستې دوه سلنه هم د خلکو ستونزې نشي هواره ولی، غوښتنې مو دادي چې دغه مرستې زیاتې شي، زه خپله شخصا اقتصادي ستونزې لرم هر کال د کار لپاره ایران ته ځم، دلته مې شپې ورځې نه تېریږي، دغه مرستې باید بې وزله کورنیو باندې ووېشل شي.»

د لوګر د خروار یوی اوسېدونکی محمداجمل هم وايي چې له اړو کورنیو سره روانې  بشري مرستې هم په شفافه توګه نه وېشل کېږي.

دوی وویل:«دا مرستې چې لوګر کې وېشل کېږي په اړو او بې‌وزله کورنیو نه وېشل کېږي، نن سباه ډېره واسطه چلېږي چې واسطه ونه‌لري، په لسو کالونو کې هم مرستې نشې ترلاسه کولای، زمونږ په کلي کې د مرستو سروې راغلې وه داسې کسانو ته یې مرستې ورکړې چې ډېری یې په سعودي عربستان کې کار کوي.

لوګر کې د بېوزله کورنیو سره د مرستو په اړه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس رفېع‌الله صمیم سلام وطندار ته وویل، سرپرست حکومت په ټول توان سره هڅه کوي چې بې‌وزله او اړو کورنیو ته مرستې ورسوي.

نوموړی زیاتوي، ولایتي اداره له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې ده ترڅو له اړو کورنیو سره په دوامداره ډول مرستې وکړي.

« زه باید ووایم چې دولت چې څومره امکانات او اسانتیاوې ولري دا ټول د ولس لپاره دي او کوم نړیوال موسسات چې مرستې کوي په اړو او بې وزله کورنیو وېشل کیږي، دلته د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست، کډوالو ریاست، د طبعي پېښو پرضد مبارزې ریاست ټول له اړو او بې وزله کورنیو سره مرستې کوي، مونږ تېره ورځ هم په خروار او ازرې ولسوالیو کې په سلګونه بې وزله کورنیو مرستې ووېشلې.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي په داسې حال کې له بې‌وزله کورنیو سره د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي چې تېره اوونۍ د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د دغه ولایت په خروار او ازرې ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ بې‌وزله کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام