Asset 1SWN

سلام وطندار

نیپال کې د زلزلې له امله ۱۱۹ کسان مړه شوي

Destruction-1024x600

د نیپال په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۹ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۰ نور کسان ټپیان دي.

زلزله پرون جمعه «نومبر درېیمه» غرمه ۱۱:۴۷ بجو د پلازمېنې کټمنډو لوېدیځ ته ۵۰۰کیلومټره لرې د جاجرکوټ په لوېدیځه لرې‌پرتې غرنۍ ولسوالي کې شوې چې شاوخوا ۱۹۰،۰۰۰ کسان په‌کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د جیولوجي سروې د زلزلې شدت ۵،۶ ښودلی او ژوروالی یې تر ځمکې لاندې ۱۸ کیلومټره و. چارواکو ویلي چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر ښايي له دې هم لوړ شي.

د زلزلې ټکانونه د نیپال پلازمېنې ګټمنډو او شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره لرې د هند په نوي ډیلي کې هم احساس شوې دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ زلزله ځپلیو سیمو کې ژغورنې عملیات روان دي او د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او ډبرو پر پاکولو لګیا دي.

د نیپال لومړي وزیر پوشبا کمال ډاهال پر اېکس ټولنیزه پاڼه د شوې زلزلې له امله خواشیني ښودلې او امنیتي ادارو ته یې امر کړی چې ځپل شویو سیمو ته د مرستو رسولو عملیات پیل کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله شاوخوا نهه زره کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دې زلزله کې ګڼ‌شمېر ښارونه، معبدونه او تاریخي ودانیو ترڅنګ څه باندې یو میلیون د هستوګنې کورونه ویجاړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام