Asset 1SWN

امریکا کې یوه وسله‌وال ۱۶ کسان وژلي او لسګونه ټپیان دي

AP23299143849466-1698295387

د امریکا په «ماېن ایالت» کې د یوه وسله‌والو کس په ډزو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکو په برید کې د وژل شویو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

بل‌خوا د امریکا «ان‌بي‌اېس نیوز» خبري رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۶۰ کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایالتي او محلي چارواکو ویلي چې د شکمن کس د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي، خو برید کې د وژل شویو کسانو په اړه یې څه نه دي ویلي. د ماېن ایالت په لېوېسټن ښار کې ۳۹۰۰۰ کسان ژوند کوي.

که برید کې د ۲۲ کسان وژنه تایید شي، دا به له ۲۰۱۹ کال راهیسې امریکا کې د وژنې تر ټولو لوړ شمېر وي. په ۲۰۱۹ کال کې یوه وسله‌وال ۲۳ کسان وژلي وو.

د ماېن ایالت پولیسو د شکمن وسله‌وال تصویرونه خپاره کړي او په یوه بیان کې یې ویلي چې وسله‌وال کس  رواني روغتیايي ستونزې لرلې او دوه اوونۍ وړاندې یوه روغتون کې بستر شوی و.

د خپورو شویو راپورونو له مخې، ۴۰کلن رابرټ کارډ د امریکا د اردو د وسلو روزنیز مرکز کې د وسلو برخه کې روزل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه برید داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم دغه هېواد کې ورته بریدونه شوي چې ځینې کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام