Asset 1SWN

د ترکیې پوهنې بنسټ: ا.ا دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

بنیاد معارف ترکیه 1

افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

د یاد بنسټ مسوولانو نن پنج‌شنبه د وږي ۳۰مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې دوی د نجونو ښوونځیو پرانېستلو ته په تمه دي او په وینا یې، دې برخه کې د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې روانې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ مشر احمد توکور وویل: «موږ د اسلامي امارت چارواکو سره خبرې کړي او لیدنې کتنې مو دوام لري. موږ غواړو چې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي او ځواب ته یې په تمه یو. زموږ ښوونکي له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته سترګې پر لاره دي.»

افغانستان کې د ترکیې پوهنې بنسټ په اتو ولایتونو کې د ۴۵ ښوونځیو ۷زره زده‌کوونکو ته معیاري ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

د ترکیې پوهنې بنسټ داسې مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي چې یوشمېر نجونې هم وايي، د سرپرست حکومت مسوولان دې د دوی پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې د نجونو ښوونځي کې د لسم ټولګي زده‌کوونکې شبانه نوري وویل: «دا چې یوه نجلۍ له ښوونځي پاتې شي، له زده‌کړو پاتې شي، هېڅ هم نه‌جوړېږي او نه مو وطن او نه مو راتلونکې جوړېږي. ښه ده چې نجونې او ښځې زده‌کړې او لوړې زده‌کړې وکړي.»

په همدې حال کې د کابل د الفتح ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکې زینت وویل چې د ښوونځي او ښوونیزو مرکزونو تړل‌کېدو له امله پر ژور خفګان اخته شوي دي. «له ا.ا غوښتنه کوو چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او دوه کاله کېږي چې ورته په تمه یوو.»

د نجونو زد‌ه‌کوونکو په وینا، د ا.ا مسوولان دې هرڅه ژر د نجونو د زده‌کړو لپاره یوه کړنلاره چمتو کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل حتمي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام