Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۱۲ میله وسله او مهمات نیول شوي

IMG-20230817-WA0006

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني چارواکي وایي چې په مرکزي بهسودو ولسوالي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني د تروریزم مدیر زمرک عبیده سلام‌وطندار ته وویل چې امنیتي ځواکونو په بهسودو ولسوالي کې د یوه ځانګړي راپور له مخې عملیات کړي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ میله سپکه وسله او مهمات نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په نیول شویو وسلو کې دوه میله پیکا، ۹ میله کلاشینکوف، ۱ میل تفنګچه او یوشمېر نور مهمات شامل دي.

عبیده وویل چې نیول شوي ټوله وسله او مهمات د تېر نظام پر مهال میدان‌وردګ کې د خپل‌سري قومندان علي‌پور اړوند ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

 د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د یادې وسلې او مهماتو په تور تراوسه څوک نه‌‌دي نیول شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام