د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د تېر یوه کال په پرتله سږکال هېواد کې د انفلاسیون نرخ شپږ سلنه ټيټ شوی دی.
د افغانستان بانک مسوولانو نن چهارشنبه د زمري اتلسمه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یادې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې دا مهال هېواد کې د انفلاسیون نرخ منفي ۲،۸سلنه دی.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
تېرکال هېواد کې د تورم یا انفلاسیون نرخ ۳،۵ سلنې ته رسېده. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د تېر یوه کال پر مهال یې د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم ساتلی دی.
د افغانستان بانک د پولي سیاستونو عمومي رییس احمدجواد سداد وویل: «د هغو شمېرو له مخې چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موږ ته واک کې راکړي، ښيي چې د ثور میاشت کې د تورم نرخ له ۱۴،۲ څخه ۲،۸ ته رسېدلی دی.»
د یاد بانک مسوولانو همداراز وویل چې تېر یوه کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړانډې د افغانۍ ارزښت ۴.۴۵ سلنه لوړ شوی دی. د دوی په وینا، د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتنه لامل شوې چې هېواد کې د انفلاسیون نرخ ټيټ شي.
د افغانستان بانک مسوولانو همداراز دې پروګرام کې ډاډ ورکړ چې د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره به خپلې هڅې کوي او په وینا یې، بازار ته د نویو افغاني بانکنوټونو په وړاندې کولو سره به د زړو افغانیو ستونزه هم هواره شي.
د افغاستان بانک سرپرست هدایتالله بدري وویل: «د افغانستان بانک تېر کال د معقولو پولي سیاستونو په تطبیق سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له نرخ څخه په ښه ډول ساتنه وکړي او دې برخه کې یې اغېزمن اقدامات کړي.»
بلخوا د مخکیني حکومت پرځېدو سره هممهاله د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هېواد کې بانکي سېسټم عادي حالت ته نه دی ګرځېدلی، خو د افغانستان بانک مسوولان وايي چې دې برخه کې یې تر یوه برید شته ستونزې حل کړي.
د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ عمومي رییس محمدیوسف سلیم وویل: «له بانکي حسابونو د پیسو اېستلو برخه کې تر یوه حده محدودیتونه کم شوي چې د انفرادي حساب لرونکي کولای شي اوونۍ کې تر ۶۰۰ ډالرو ترلاسه کړي، دغه شمېر له دې مخکې ۴۰۰ ډالره وو.»
د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت له پرځېدو سره هممهاله بهر کې د افغانستان میلیارډونه ډالر شتمني کنګل شوې چې له ډلې یې نیمايي یې سویس کې یوه امانتي صندوق ته لېږل شوي او پاتې یې لا هم کنګل دي.