زابل کې یوشمېر بڼوال وايي، تازه ثمر ته رسېدلي باغونه به یې سږکال د تېر کال په پرتله په کمسارې توګه ډېر حاصلات ورکړي.
دغه بڼوال هیله څرګندوي چې سږکال به د طبیعي افتونو نهشتون او د ډېرو ورښتونو له امله له خپل تازه ثمر ته رسېدلو باغونو څخه د تېرکال په پرتله ۶ برابره زیات د بادامو حاصلات راټول کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زابل کې یوه بڼوال سیدمحمد وویل: «تېرکال زموږ بادام باد تویې کړل، سږکال زموږ د بادامو یوه ونه د تېر کال د څلور ونو ځواب وايي، د پنځو ونو ځواب وايي، لکه دغه ونه چې سږ کال کم حاصل راکوي تېرکال پنځو ونو نه دي راکړي. تېرکال زما ټول باغ ۴۳ منه بادام وکړل، سږکال تر درې خرواره اضافه راته کوي چې لنډه دا چې شپږ چنده اضافه راته کوي.»
بلخوا د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عطاالله راشد د یوې شوې سروې له مخې، سږکال دغه ولایت کې د بادامو حاصلاتو کې د ۱۵سلنه زیاتوالي اټکل کړی دی.
هغه وویل، زابل کې پر ۳۲۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د بادامو باغونه جوړ شوي او ترڅنګ یې، سږکال تازه پر ۱۳۰۰ جریبه ځمکه د ځینو موسسو په همکارۍ د بادامو نوي نیالګي کېښودل شوي دي.
نوموړي وویل: «موږ چې سږ کال د بادامو د حاصلاتو په اړونده کومې سروېګاني کړي، کابو پنځلس سلنه د تېرکال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی په زابل کې پر ۳۲۰۰ هکټاره ځمکو د بادامو باغونه جوړ دي او پر ۱۳سوه جریبه ځمکي سږکال تازه د ځینو موسسو په همکارۍ د بادامو نوي نیالګي کېنول شول، ځکه زابل د بادامو لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري.»
دا په داسي مهال دی چې د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي د کرنیزو اوبو نهشتون څخه شکایت لري او وايي، په همدې دلیل یې ډېری شنه کښتونه او باغونه وچ شوي دي.