Asset 1SWN

د غزني اوسېدونکي: له جګړو پاتې ناچاوده توکي مو ژوند ګواښي

78_afghanistan2

په دې وروستیو کلونو کې جګړو څخه د پاتې ناچاوده توکو د چاودنې له امله د ملکيانو په ځانګړې توګه د د ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د تېر یوه کال په ترڅ کې جګړو څخه د پاتې ناچاوده توکو چاودنو کې یوازې د غزني واغظ ولسوالي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت ناور ولسوالي کې بیا ناچادو توکو دوه ماشومان وژل شوي او د غزني مرکز اړوند دوو بېلابېلو پېښو کې هم دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په تازه‌ګۍ سره ناوې ولسوالي کې هم یو ماشوم ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

۴۰ کلن نورالله د غزني د واغظ ولسوالي اوسېدونکی دی هغه چې دوه میاشتې وړاندې یې د هاوان مرمۍ چاودنه کې خپل ۶کلن وراره له لاسه ورکړی وايي، سیمه یې له ناچاوده توکو ډکه ده.

نوموړي وویل: «یو د شپږو کالو هلک په شهادت باندې ورسېد. کومې موسسې چې ماینونه پاکوي، دغه علاقه ټوله د نارنجکانو او اگه‌ییزو ډکه ده. دلته ډېر خلک ورسره مخامخ دي باید چې دا ماینونه د سیمو سخه پاک شي. موږ په قوم باندې نیازي یو، د واغظ مربوط یو، د محمدي پمپ سره دا حادثه موږ ته پېښه شوې.»

د غزني اوسېدونکي وايي، د سیمو په ځانګړې توګه د جګړه‌ځپلو سیمو خلک د ناچاوده توکو له وېرې په اسانۍ سره خپلو کلیو او کرنیزو ځمکو کې تګ‌راتګ نه‌شي کولی.

دوی اسلامي امارت او د ماین‌پاکۍ ډلو څخه غواړي چې سیمو کې یې جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي او ماینونه شنډ کړي.

د اندړ ولسوالي اوسېدونکي خان‌محمد وویل: «دا خو ښه خبره ده چې ماینونه پاک شي، موږ وینو چې ولسوالیو کې بعضي کسان پر ماینونو خېژي، ماینونه پټ دي نه معلومېږي، موږ له دوی څخه خواهش دا دی چې ماینونه پاک کړي چې  په امن کې ژوند وکړي. اوس هغو ساحو ته مالونه نشو بولی، دوی نشي تلی او کار نشي کولای.»

خو د غزني ولسوالیو کې تر ډېره کوچیان د ناچاوده توکو د چاودنو قرباني کېږي. یوشمېر کوچیان سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د خپلو څارویو څرولو پرمهال بېلابېلو سیمو کې د ګرځېدو پرمهال ناچاوده توکي پرې چاودنه کوي.

غزني کې د کوچیانو استازي محمد انور کوچي سلام‌وطندار ته وویل، حکومت باید دغو پېښو کې د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

هغه وویل: «اقتصادي وضعیت خراب دی، د روغتیا برخه ځپل شوې. موږ غواړو چې دوی سره مرسته وشي. موږ له مسوولو چارواکو مننه کوو چې په هغه پېښه کې یې موږ سره همکاري وکړه.»

د غزني د والي ویاند عمر غزنوي هم مني چې دغه ولایت کې د ناچاوده توکو چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي او وايي، تېر کال د غزني یوشمېر برخو کې د ماین پاکۍ پروګراموه عملي شوي.

ده وویل، سږکال هم هغو سیمو کې چې د اسلامي امارت نظامیانو او د خلکو له لوري مشکوکې وبلل شي، د ماین پاکۍ چارې عملي کیږي.

نوموړي وویل: ««تېرکال کې مو هم ماین پاکي ټیمونه په ولسوالیو کې د ماین پاکولو یا هغه سیمو کې چې ولسونه موږ ته د مواد منفجره یا د ناچاودیدونکو توکو معلومات راکړي دي، موږ د ماین پاکي تیمونه هلته ورغي، هغه سیمې د ناچاودېدونکو موادو څخه پاک کړي او انشالله دا لړۍ روانه ده، څو زموږ د ګران هېواد د ولسونو د تلفاتو مخنیو وشي.»

د غزني د والي ویاند دغو پېښو کې د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره د مالي مرستو په اړه وايي، د هغوی لپاره منظم پروګرامونه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ده له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو توکو کشف او راپور ورکولو په برخه کې د اسلامي امارت ځواکونو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان له دغو توکو سره لوبو کولو څخه منع کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام