د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره د مبارزې برخه کې کې د تېر کال په پرتله ښه شوی دی.
دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال رپوټ کې ویلي، د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې پر همدې بنسټ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رپوټ یوه برخه کې ویل شوي: «فساد افغانستان کې د سولې او امنیت تامینولو لپاره د نړیوالو هڅو د پایلې نه ورکولو اصلي لامل دی او د افغان دولت وړتیا او مشروعیت یې کمزوری کړی. فساد و چې د اسلامي امارت بریالي کېدو کې یې مرسته وکړه او هغوی څځه یې ولسي ملاتړ غښتلی کړ.»
خو د روڼتیا نړیوال سازمان تازه رپوټ کې نه ده څرګنده شوې چې افغانستان څنګه ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره مبارزه کې تر پخوا ښه شوی او اداري فساد سره مبارزه کې یې د اسلامي امارت تګلارې په اړه هم جزییات نه دي وړاندې کړي.
خو اقتصادي شنونکي وايي، د حکومتولۍ جوړښت کې اصلاحات او د فساد پر وړاندې جدي مبارزه د دغه بدلون مهم لامل دی.
اقتصادي کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وویل: «د حکومتوالۍ برخه کې اصلاحات او د فساد پر وړاندې جدي مبارزه هغه عوامل دي چې له امله یې افغانستان ۲۴ امتیازونه ترلاسه کړي او د تېر کال په پرتله یې پرمختګ کړی دی.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، فساد تېر حکومت څخه ور پاتې دی او دوی ورسره جدي مبارزه کوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي وویل: «تش بانکونه او اداري فساد له تېر حکومت څخه موږ ته په میراث راپاتې، که خدای توفیق راکړ اصلاح به شي.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د رونټیا څار سازمان د ۲۰۲۱ کال د رپوټ له مخې، افغانستان دغه کال کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ هېواد و.