Asset 1SWN

سلام وطندار

یونسکو سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کوي

students-111-pncf2afnidjkr11olwg100etkkji9jnltr9meaw87c

د ملګرو ملتونو د یونسکو برخې سږ کال د «ښوونې او روزنې» نړیواله ورځ چې د جنوري ۲۴مه ورځ ده، هغو افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

یونسکو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتي چې ژرترژره د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د جنوري میاشتې ۲۴مه د سولې او پرمختګ لپاره د زده‌کړو د رول نمانځنې په موخه د ښوونې او روزنې نړیواله ورځ نومولې ده. ټاکل شوې سږ کال دا ورځ «د خلکو لپاره پانګونه، زده‌کړو ته لومړیتوب ورکول» په نوم ونمانځي.

یونسکو ویلي چې زده‌کړې یو انساني حق، یوه عمومي ګټه او مسوولیت دی. دغه سازمان ویلي چې هېوادونه له باکیفیته، سراسري او عادلانه زده‌کړو او د ټولو لپاره له تلپاتې فرصتونو پرته نه‌شي کولای چې جنسیتي برابرۍ ته ورسېږي او د بې‌وزلۍ د څپې چې میلیونونه ماشومان، ځوانان او د لوړ عمر لرونکي کسان ورسره لاس او ګرېوان دي، مخه ونیسي.

د یونسکو په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ښوونه او روزنه باید لومړیتوب شي، څو په هره برخه کې پرمختګ ته لاره هواره شي.

د یونسکو د معلوماتو له مخې، اوس په ټوله نړۍ کې ۲۴۴ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې دي او ۷۷۱ میلیونه د لوړ عمر کسان هم بې‌سواده دي. یونسکو زیاته کړې: «د هغوی د زده‌کړو حق نقضېږي او د منلو نه ده.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا داسې مهال ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي نه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې. اسلامي امارت څه موده مخکې دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام