هلمند کې یوه ملي سوداګر محمدعیسی عمري په خپل شخصي لګښت د دې ولایت ۷۰۰ بېسرپرست او یتیمو ماشومان لپاره یو ښوونځی جوړ کړی دی.
محمدعیسي عمري وايي چې په دغه جوړ شوي ښوونځي کې ټول ۷۰۰ ماشومان زدهکړې کوي او ۳۰۰ ماشومانو ته د لیلیې تابیا هم نیول شوې ده.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «دغه ښوونځی د اوس لپاره د ۷۰۰ بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو د جذب قابلیت لري چي پدې کې درې سوه تنه د لرې پرتو سیمو څخه دي او د هغوی لپاره د لیلیې، خوراک او پوښاک ترتیبات هم نیول شوي او هغه ماشومان چي دننه په ښار کې اوسېږي، یعني لیلیه ندي د هغوی لپاره ترانسپورټ هم په پام کي نیول شوی.»
د یاد ښوونځي زدهکوونکې هم دغه ښوونځي د اسانتیاوو له امله خوښ دي او وايي چې د بېوزلۍ له امله یې نشو کولای چې په خپل شخصي لګښت زدهکړې وکړې.
یوه زدهکوونکي اولیا وویل: «زما پلار مړ شوي دی. ما پخوا زدهکړې نه کولې، خو اوس چي دا نوی مکتب جوړ شوی، زه پکې زده کړې کوم.»
بلخوا د هلمند اوسېدونکي د دغه ملي سوداګر دغه هڅه ستايي او وايي چې یاد ولایت کې لاهم ډېرشمېر بېسرپرسته او یتیم ماشومان شته چې له زدهکړو محروم دي.
دوی همداراز د هېواد له نورو ملي سوداګرو هم غوښتنه کوي چې هېواد کې د بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو لاسنیوی وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.ش
د هلمند اوسېدونکی علي اخلاقي وايي: «زه له نورو تجارانو څخه هم غواړم چي ورته مکتبونه جوړ کړي ځکه دا ډول وړیا ښوونځي دبې سرپرسته او یتیم ماشومانو لپاره خورا مهمي دي او چي هر څوره زیاتي وي ښه ده.»
په همدې حال کې د هلمند پوهنې ریاست مسوولانو دغه ولایت کې د خصوصي ښوونځیو جوړېدل ګټور بولي او زیاتوي چې دغه چاره د یاد ولایت له پوهنې ریاست مرسته کوي.
د هلمند د پوهنې ریاست مرستیال محمداسماعیل سعادت وايي، د دې ولایت په ۳۶ خصوصي ښوونځيو کې ۳۰۰ ښوونکي پر دندو بوخت دي او زرګونه ماشومانو ته زدهکړې ورکوي.
هغه وویل: «هلمند کي ۳۶ خصوصي ښوونځي، فعاله دي چي دا دهلمند له معارف سره په ښوونه او روزنه کي لوی مرسته کوي او خصوصي ښوونځی د هلمند دمعارف د عوایدو لویه برخه جوړوي او پدې ښوونځیو کي د درې سوو په شاوخوا ښوونکۍ په دنده بوخت دي »
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په هلمند کې د تېرو جګړو پر مهال ګڼشمېر ماشومانو او تنکي ځوانان له زدهکړو محروم پاتې شوې دي. اوس د دغه ولایت اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په سیمه کې یې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.