د هرات امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه ولایت کې یې د ښځو د پلور په تور دوه کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د هرات د انساني قاچاق امریت مسوولانو نن په هرات ښار کې هغه دوه کسان نیولي چې مېړوښه ښځې یې نورو ته په نارسمي ډول نکاح کولې او پلورلې.
خبرپاڼه لیکي چې نیول شویو کسانو پر خپل جرم منلی او نورې پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.