د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود نن په کابل کې د غويي اتمې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې د تېرو ۲۰ کلونو سیاست د مجاهدینو د منزوي کېدو و او په وینا یې، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه سیاست په دوام د لویې جرګې په خیمه کې د غويي د اتمې په مناسبت د جوړېدونکې غونډې مخه ونیوله.
د هغه په خبره، ولسمشر غني د مجاهدینو پر یووالي او وړتیا باور نه لري. نوموړی زیاتوي، د بریا یوازینۍ لاره د هر ډول ظلم پر وړاندې یووالی او پیوستون دی. احمد مسعود وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او که بیا هم دوام ومومي، هر ډول سرښندنې ته تیار دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
موږ وغوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.
په دې غونډه کې د ملي شورا یوشمېر غړیو، د ختیځ ځینو مشرانو، د سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و او د احمد مسعود تر څنګ د درېدو ژمنه یې وکړه.