نږدې یوه میاشت وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو له لوري د ټاکنو قانون تعدیل طرحه چمتو او د قانوني پړاو تېرېدو او تصویب لپاره عدلیې وزارت ته ولېږل شوه. د ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو مسوولانو د ټاکنو قانون تعدیل په تړاو نن په یوې غونډه کې په دغه قانون کې د بنسټیزو اصلاحاتو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ يا ټیفا رییسې صغرا سعادت وايي چې د ټاکنو د تعدیل په قانون کې باید د ټاکنیزو کمیسیونونو پر خپلواکۍ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د ظرفیت پر لوړوالي او د ټاکنیزو حوزو په کوچني کېدو خبرې وشي.
صغرا سعادت وويل، ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو د یوې ځانګړې ټاکنیزې محکمې د رامنځته کېدو طرحه عدلیې وزارت ته سپارلې تر څو د دغې محکمې په رامنځته کېدو، ټاکنیزو جرمونو او سرغړونو ته رسیدهګي وشي.
د عدلیې وزارت وايي، د ټاکنو قانون پر تعدیل کار وران دی او هڅه کېږي تر څو دغه قانون د ولسمشریزو ټاکنو، ولایتي شورا او ښاروالیو ټاکنو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولان وايي، د ټاکنیزو کمیسیونونو د تعدیل طرحه د راتلونکو ټاکنو په تړاو د ځواب ویلو طرحه ده او په پلي کېدو به یې د هر ډول سرغړونې، فساد او ناقانونه کړنو مخنیوی وشي.