Asset 1SWN

د مسکو ناستې له ګډې اعلامیې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هرکلی

_105490255_2d05334e-1e25-4fa6-b3a5-c714dca526aa

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو له ناستې خپره شوې اعلامیه د سولې مذاکراتو پر لور د جدي ګام بللی او هرکلی يې کړی دی.

مسکو کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ترویکا ناستې له اعلامیې چې په کې د اسلامي امارت له راتګ سره مخالفت شوی، هرکلی کړی دی او له طالبانو يې غوښتي چې پسرلنۍ جګړې پيل نه‌کړي.

دغه وزارت له یادې اعلامیې چې هېواد کې یې پر سیاسي حل لارې او د هېوادوالو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی، ملاتړ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي جمهوري نظام د افغانستان ټولنه که یوازېنی د منلو وړ نظام دی.

د مسکو ناستې په وروستۍ اعلاميه کې ټينګار شوی چې نه بايد د افغانستان خاوره د افرادو او ترهګرو ډلو لخوا د نورو هېوادونو امنیت ته د ګواښ په توګه کارول شي.

د مسکو د ترویکا ناسته تېره ورځ جوړه شوې وه چې پای کې یې يوه ګډه لس ماده‌ييزه اعلاميه خپره کړه.

د څلورو کليدي هېوادونو امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازيو په دې ناسته کې په يوه ګډه اعلاميه کې ټينګار کړی چې د اسلامي امارت د راتګ ملاتړ نه‌کوي. دوی همداراز هېواد کې د بشري حقونو، د ښځو او لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.

اعلاميه کې له ټولو خواوو غوښتل شوي چې د یوې تلپاتې او عادلانه هوکړې ته رسېدو لپاره دې خبرې  ګړندۍ کړي او سوله دې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام