Asset 1SWN

د امريکا له راتلونکي ولسمشره د طالبانو غوښتنه: د دوحې هوکړه عملي کړئ

Zalmai-Brother-1-oxm73995ktnp1zpe96zgyfo5vkhtn78fimp7a7ipp0

 

طالبانو د امريکا له راتلونکي ولسمشره غوښتي چې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو ته، غاړه کېږدي.

د طالبانو يوه وياند تېره ورځ فرانس پرس ته ويلي چې د دوی مشرانو هوکړه له شخص سره نه بلکې د امريکا له حکومت سره لاسليک کړې ده. د دوی اشاره جوبایډن ته ده چې د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ نه مخکې دی.

د طالبانو وياند ويلي، دوی هيله لري چې د افغانستان د سولې پروسه ضعيفه نه، بلکې قوي شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ امريکايي ځواکونه بايد د ۲۰۲۱کال مې مياشتې پورې افغانستان نه ووځي؛ خو امریکايي چارواکي وايي، له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو وتل د سيمې وضعيت پورې تړاو لري.

ډونالډ ټرمپ ويلي چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي چې طالبان هم دا غواړي؛ خو جوبايډن په خپلو ټاکنيزو سياليو کې ويلي و چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل بايد داسې طرحه شي چې دا هېواد بيا نړیوالو ترهګرو لپاره پر امن ځای بدل نه‌شي.

په تېرو څو مياشتو کې امريکايي ځواکونو افغانستان کې له خپلو يو شمېر اډو سرتېري ويستلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام