Asset 1SWN

کندوز کې ۸ امنيتي ځواکونه او ۵ ملکيان وژل شوي

Kunduz-central-square-Ok-owsw5tg2yvenn21ytqj7oer2vggi6cflrrc2bf1pck

 

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی چې ۸ سرتېري په‌کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

ايوبي وویل، افغان ځواکونو تر دغو نښتو وروسته پر وسله‌والو هوايي برید کړی چې ۵ ملکي وګړي او ۶ وسله‌وال په کې وژل شوي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال د طالبانو برید او د امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبله تاییدوي خو د شمېر په اړه یې معلومات نه ورکوي.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي د طالبانو برید کې د ۴ امنیتي ځواکونو وژل کېدل، د یوه ټپي کېدل او د یوه بل هم نادرکه کېدو خبر تاییدوي.

د مرادي په وینا، کله چې طالبان تر نښتو وروسته د ملکي وګړيو یوه مېلمستون کې ځای پر ځای کېږي، پرې هوايي برید کېږي او ۵ ملکي وګړي په کې وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام