د کابل په سټالف ولسوالي کې د اته میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د «ممیزو د پروسس» یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.

د نوموړي په وینا، د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدو سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

دغه کارخونه د ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو له لوري نن چهارشنبه، زمري اتمه د کابل په سټالف ولسوالي کې پرانېستل شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ریاست‌الوزرا په دې اړه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.»

د سمون د ممیزو د پروسس کارخونه پر ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې چې اته میلیونه ډالر پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰زره ټُنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.

همداراز د یادې کارخونې له لوري پروسس او بسته‌بندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام