د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږترلږه ۷۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې ۱۸کسان د مرستو ترلاسه کوونکي دي. په دې بریدونو کې ۳۵۶ نور کسان بیا ټپیان شوي دي. بریدونو د خلکو ژوند اغېزمن کړی او کورنۍ یې له بېساري کړکېچ سره مخ کړي دي.
روغتیا وزارت زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسراییل په جګړو کې تر دې دمه ۶۲,۱۹۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۷,۱۱۴ نور ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې جګړو له امله ډېری خلک بې کوره شوي او روغتیایي خدمات د پراخ فشار لاندې دي.
همدارنګه د مې له ۲۷مې راهیسې کله چې اسراییل د امریکا مېشته GHF له لارې د مرستې نوې وېشنې میکانیزم معرفي کړ، د مرستو غوښتونکو وژل شویو شمېر ۲,۰۳۶ ته رسېدلی او تر ۱۵,۰۶۴ زیات نور ټپیان شوي دي.
روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې غزه کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د خلکو اړتیاوې لوړې او د بشري کړکېچ د حل لپاره بېړنۍ نړیوالې هڅې ته اړتیا ده.


