د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی چې د یوې ورځې پرمهال څه باندې ۵زره او ۷۰۳ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت نن شنبه (تلې دولسمه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان پرون افغانستان ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۱۰ کورنۍ چې ۶۲۴ کسان کېږي، د هرات د اسلامقلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. همدارنګه ۸۹۲ نور بیا د نیمروز د ورېښم پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد کمېسیون زیاته کړې چې د کندهار د سپینبولدک له لارې ۸۹۲ کورنۍ چې درې زره او ۱۴۰ کسان کېږي، له پاکستانه راستانه شوي دي.
په همدې ډول، ۲۴۲ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۴۷ کسانو ته رسېږي، د ننگرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پولو په تګلارو کې بېرتهستنېدونکو ته اړینې مرستې او خدمات برابر شوي دي.


