د لغمان مرستیال والي اخترمحمد مزمل وايي چې ۱۴۰۳کال په بېلابېلو برخو کې لغمان کې ۸۸ پروژې  پلان شوی وې چې ۵۲  پروژې بشپړې او د ۳۶ نورو کارونه روان دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وري پنځمه لغمان کې د تېرکال پرمهال د لاسته‌راوړنو او پلانونو په اړه جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

نوموړي په دې غونډه کې وویل چې پر دې پروژو يو میلیارد او (۲۴) میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې ۱۶ لویې او وړې پروژې د سرپرست حکومت له خپلې بودیجې څخه د (۱۸۶،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوې دي.

په ورته مهال د مهترلام ښاروال مولوي رحمت‌الله شهامت دې غونډې ته وویل چې  ۱۴۰۳ کال کې څه باندی ۱۰۲ میلونه عواید راټول کړي چې (۷۷ ) میلیونه يې په (۱۴) پروژو لګولي او یادو پروژو کې د ښار دننه سړکونو جوړول او ترمیم، د پلي تګ لارو جوړول او نورې پروژې شاملې دي.

همدارنګه د مهاجرینو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال وویل چې ۱۴۰۳ کل کې د ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۱۶۵ کورنۍ لغمان ته راستنې شوي چې له ټولو کورنیو سره د مېشتېدو برخه کې همکاري شوې ده. د بلال د معلوماتو په اساس، تېرکال کې ۷۷۸۶ کورنیو سره نغدي او غیر نغدي مرستې شوې او همدارنګه ۱۵۰ کورنیو کوچني او متوسط کورنه برابر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د همکارو موسسو په مرسته د ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په لغمان کې د مهاجرینو په برخه کې پروژې پلې کړې چې په‌کې د ځوانانو مرکز، کلینیکونه او ښوونځي شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په یاد کنفرنس کې د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي عبدالظاهر زرکمر وویل چې خلکو ته د پاکو اوبورسونې په برخه کې یې د یونېسف په مرسته ۱۲ شبکې جوړې کړې چې شپږ زره کورنۍ ترې استفاده کوي.

د زرکمر په وینا، کلیو ته د سرک جوړونې په برخه کې یې  د خوړو نړیوال سازمان په مرسته ۱۹۰ پروژې تطبیق  کړې چې شاه اوخوا ۲۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د یاد ریاست په چوکاټ کې د موسساتو په مرسته له شل زره اړمنو کورنیو سره مرستې  په دوامداره ډول مرستې تر سره شوي چې ۶۰۰ میلیونه افغانیو ارزښت یې درلود

په لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې روانې دي او همدارنګه د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي کوړول او د برښنا په برخه کې د بابا صیب په دښته کې په اوه سوه جریبه ځمکه د سولري برښنا جوړول چې سل میګا واټه ظرفیت به ولري، په روان کال کې به یې چارې پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام