هېواد کې د سیاسي بدلون د څلورمې کلیزې په را رسېدو، سلاموطندار تېرو ۵۰ کلونو کې د ښځو پر وضعیت د حکومتونو د رول څېړلو په موخه شنونکو سره مرکې کړي.
د دغو خبرو پایلې ښيي چې تېرو ۵۰ کلونو کې د ښځو د ژوند شرایط تل بېثباته پاتې شوي.
د دې خبرو پر بنسټ، افغانستان کې له مشروطه شاهي او د داوود خان له جمهوریته نیولې، تر کمونستي رژيم، د مجاهدینو تر کورنۍ جګړې، د اسلامي امارت د دوو دورو او تر جمهوري نظام پورې، تېرو پنځوسو کلونو کې افغان ښځو لنډمهاله هیلې او دردناک شاتګ تجربه کړی.
ناسم لیدلوري، نارینهواکه نظامونه، ناپوهۍ او بېسوادۍ لامل شوي چې ښځې آن په نسبتاً پرانیستو دورو کې هم ونهتوانیږي چې د واک په جوړښت کې ژور او دوامدار حضور ولري.
د ښاري او کلیوالو ښځو ترمنځ ژوره واټن او یوازې پلازمینه کې په توانمندۍ پروګرامونو تمرکز، دېته لاره هواره کړې چې د افغان ښځو یوه لویه برخه هېڅکله له رامنځته شویو فرصتونو څخه برخمنې نهشي.
په دې راپور کې هڅه شوې چې د ښځو وضعیت ته په درې بُعدونو کې د ژوند شرایطو، د ښځو د توانمندۍ پالیسیو کې د بېثباتۍ لاملونو او ګاونډیو هېوادونو سره په پرتلیز ډول د افغان ښځو وضعیت ته انعکاس ورکړل شي.
افغان ښځې؛ له لنډمهاله فرصتونو تر ناڅاپه سقوط پورې
د زدهکړې حق، د کار حق او په ټولنه کې د حضور حق د بشر له بنسټیزو حقونو څخه دي چې له اماني دورې د محمد داوود خان د جمهوریت تر دورې پورې، په محافظهکاره ډول ورسره چلند شوی.
لیکوال او تاریخپوه محمد حلیم تنویر وایي، د محمد داوود خان په دوره (۱۳۵۲–۱۳۵۷ هجري شمسي) کې ښځو په ځانګړي ډول په ښارونو کې زیات فرصتونه لرل چې په سیاست، زدهکړه او عامه خدمتونو کې برخه واخلي.
د روغتیا وزیرې کبرا نوري او د پارلمان استازو معصومې وردک، اناهیتا راتبزاد، رقیې ابوبکر او شفیقې احراري په څېر، څېرې د دغه پرمختګ بېلګې دي.
د ۱۳۵۵ کال اساسي قانون د ښځو او نارینهوو په مساوي حقونو ټینګار کاوه او د داوود خان د ولسمشرۍ په بهرنيو سفرونو کې هغه سره د تحصیلکړیو ښځو پلاویو ملګرتیا کوله چې دا خپله د ښځو ورو ورو خو پرلهپسې توګه سیاست ته د ننوتلو یوه بېلګه وه.
لیکوال او تاریخپوه محمد حلیم تنویر په دې اړه وایي: «لومړنی یونیفورم د محمد داوود خان د جمهوریت په دوره کې رامنځته شو او لومړی ځل د ښځو او نارینهوو د مساوي حقونو خبرې هم همدغه مهال وشوې او عملي شوې. د بېلګې په توګه، د داوود خان خور او میرمن پرته له دې چې د دوی مقام ته پام وشي، په پارکونو او ټولنه کې آزادانه ګرځېدې. په دې دوره کې ښځو په سیاسي برخه کې هم رول درلود. په ټولنیزه برخه کې د ملالې، زرغونې او رابعه بلخي مکتب د ښځو رول روښانه کوي. د ظاهر شاه په دوره کې د ښځو فعالیتونه په پارلمان کې کم وو، خو د داوود خان په دوره کې ښځو په لویه جرګه کې زیات ګډون درلود. په همدې دوره کې د اکثرو تعلیمي او تحصیلي مدیریتونو مسولیتونه د ښځو لخوا پرمخ وړل کېدل.»
خو بیا هم، د کارپوهانو په باور، عملآ په سیاست او ملي پرېکړو کې د ښځو رول نشتوالی او یوازې هغو ښځو ته توجه چې ښارونو کې یې ژوند کاوه، لامل شو چې دغه بدلونونه تر ډېره نمایشي بڼه ولري.
د پوهنتون استاد سید میر سیرت وايي: «موږ وینو چې په ۱۹۶۴ کال کې یو قانون تصویب شو چې د ښځو حقونه یې رسمآ وپېژندل. هغو ښځو او نجونو چې کابل پوهنتون کې یې زدهکړې کړې وې، ورو ورو یې په دفتري چارو کې هم ګډون پیل کړ. له ټولنیز اړخه، ښارونو کې د ښځو ټولنیز ګډون زیات شو، خو په کلیوالو سیمو کې محدود پاتې شو، د اوس په څېر؛ دامهال هم ښځې په کلیوالو سیمو کې وروسته پاتې دي او سم ګډون نهلري.»
د کارپوهانو په باور، ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۷۱ کال پورې د کمونیستي رژیم پرمهال ټولنه کې د حضور لپاره فرصتونو دوام پیدا کړ. ښځو د زدهکړې حق درلود، په قضایي او طبابت برخو کې یې ونډه اخیسته او د افغانستان د ډیموکراتیکو ښځو سازمان زرګونو ښځو ته د سواد زدهکړې او مسلکي روزنې پروګرامونه جوړ کړل، خو د کورنیو جګړو پرمهال دغه کړنلاره تر ډېره له پورته مخ په ښکته روانه وه، نو تر ډېره یې دوام ونه کړ او د دولت په سقوط سره، ښځې یو ځل بیا له عمومي برخې څخه څنګ ته کړل شوې.
د حقوقي چارو کارپوه میر عبدالواحد سادات وايي: «په ۱۹۹۲ کال کې د حفیظالله امین په دوره کې د خلق ډیموکراټیک ګوند وژنې او ګډوډي رامنځته شوې. په ټولیز ډول، د ثور ۷مې څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې ښځو ته اسانتیاوې برابرې وې، هیڅ ډول تبعیض نهو او د ښځو د ګډون لپاره هڅوې کېدې. په دې موده کې د ښځو ډيموکراټیک ګوند جوړ شو چې دغه سازمان په مرکز او ولایتونو کې د ښځو فعالیتونه پرمخ وړل، ان په راډیو او تلویزیون کې یې هم رول درلود او خپلې دندې یې ترسره کولې. د ۱۹۹۲ کال وروسته وضعیت خراب شو، کابل د کورنیو جګړو میدان شو او پلازمېنه کې تښتونې او غلاووې پیل شوې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ۱۳۷۱ ـ ۱۳۷۵ کلونو ترمنځ چې ښځو تازه سیاست ته مخه کړې وه، له کورنیو جګړو او د مجاهدینو له حکومت وروسته، هغوی یو ځل بیا څنګ ته کړل شوې، که څه هم پر وړاندې یې څرګند قانون وضع نه شو، خو ناامنۍ او سختدریځه دیني تعبیرونو ښځې له زدهکړو او کار څخه را وګرځولې.
لیکوال او د افغانستان تاریخ څېړونکی حلیم تنویر وايي: «خلکو فکر کاوه چې د مجاهدینو د واکمنېدو سره به وضعیت ښه شي، خو داسې ونه شول. ښوونځیو سیاسي بڼه خپله کړې وه او مخ پر زوال روان وو. په پایله کې، په ولایتونو او کابل کې ښوونځي وتړل شول. دلته د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شول، ځکه د بېباورۍ له امله هېڅوک حاضر نه و چې خپله لور ښوونځي ته واستوي او په دې توګه ښوونځي وتړل شول.»
د اسلامي امارت په لومړي دوره کې د ښځو ځپل اوج ته رسېدلي وو، د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګول شو، له کاره بشپړې محرومې شوې او پر ټولنیز حضور یې سخت محدودیتونه ولګول شول.
خو د اسلامي امارت د لومړۍ دورې له سقوط او د اسلامي جمهوریت له جوړېدو وروسته، ښځې چې پنځه کاله په بشپړه توګه له عامه ژوند څخه لرې وې، بیا یو ځل ټولنیز ژوند ته راستنې شوې.
ډاکتره سیما سمر او ډاکتر سهیلا صدیق د کابینې وزیرې شوې، ګڼ شمېر نجونې ښوونځيو ته لاړې، د بیان ازادۍ او رسنیو پراختیا وموندله، په دولتي او ټولنیزو بنسټونو کې د ښځو ګډون زیات شو، د ښځو د حقونو لپاره ملاتړیز قوانین رامنځ ته شول او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ښه شو.
سیاسي کارپوه نوراحمد خالدي وویل: «ښځو تر ټولو ډېر له ۲۰۰۱ کال وروسته د جمهوریت په واکمنېدو سره ټولنه کې پراخه حضور پیدا کړ. له لوېدیځو هېوادونو څخه زیاتې پیسې راغلې، ځکه دغو هېوادنو په ډیموکراسۍ او فردي حقونو ډېر ټینګار کاوه چې د ښځو حقونه هم د دوی له مهمو موخو څخه وو. د ښځو د تعلیم، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، د ماشوم او مور د ملاتړ او نورو برخو کې ګڼ شمېر پروګرامونه عملي شول. د بشر د حقونو یوه کمیسیون هم جوړ شو چې پر ټولو چارو یې څارنه کوله. همدارنګه، ښځو ته په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ورکړل شوې. په دې توګه ویلای شو چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په جمهوریت کې ښځو په سیاسي او ټولنیزو برخو کې تر ټولو زیات حضور درلود.»
په ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو او له سیاسي بدلون وروسته، یو ځل بیا ټولې هغه لاسته راوړنې چې د ښځو د حقونو په برخه کې ترلاسه شوې وې، له منځه لاړې.
د کارپوهانو په باور، د ښځو په برخه کې ترلاسه شوې پرمختګونه په کلکه د نړیوالې ټولنې له ملاتړ سره تړلي وو، له همدې امله ډېر ژر له منځه ولاړل.
بېثباته جوړوښتونه او د ښځو د زیانمنېدو اصلي لاملونه
د څېړونکو او سیاسي پوهانو په اند، په پرلپسې توګه نظامونو کې بدلونونه، د ښارونو او کلیو ترمنځ اصلاحاتي تشه، نارینهواکه فرهنګ، ناسم باورونه، پراخه بېسوادي، ناامنۍ او جګړې، اقتصادي ستونزې او بېوزلۍ او د ملاتړ کونکو بنسټونو نشتوالی، د ښځو د زیانمنېدو اصلي او بنسټیز لاملونه دي.
د پوهنتون استاد او تاریخ څېړونکی سید میر سیرت وايي: «که د جمهوریت دورې په اړه وغږیږو، ښځو ته په پارلمان کې د ۲۵ سلنه استازیتوب حق درلود، کابینه او شوراګانو کې یې ګډون درلود، خو دا ګډون تر ډېره سمبولیک وو.
د بېلګې په توګه، کله چې کومه اداره رامنځته کېده، هڅه به کېده چې څو ښځینه څېرې پکې شاملې شي او له هغوی د مشهورو شخصیتونو په توګه ګټه پورته کړي، ترڅو اداره یو مثبت تصویر ولري. ان حکومت هم په قصدي توګه کوښښ کاوه، څو ښځې په کابینه او نورو دولتي ارګانونو کې وګماري. ټولنه کې ناسم دودو واکمن وو، دا ډول حضور یوازې ظاهري درلود او په حقیقت کې هېڅ بنسټیز رول یې نه درلود.»
اخوا د تېر جمهوري نظام د پارلمان دوو غړو غړې فوزیې کوفي او بله استازې چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي:
«کوم بدلونونه چې د نظام تر ړنګېدو وروسته رامنځته شول، د ښځو موضوع نه وه. تاسو ولیدل چې په دولتي ارګانونو میلیونونه ډالر مصرف شول، خو له بدهمرغه دا ارګانونه ان د نظام له سقوط مخکې ونړېدل. رښتیا ده چې ستونزې ډېرې وې، د سواد کچه او اقتصادي حالت ټیټ وو، خو قانون په کلیو او بانډو کې تطبیق کېده. په ټوله کې ویلای شو چې هغه بدلونونه چې ښځو په تېرو ۲۰ کلونو کې تجربه کړل، د مخکینیو وختونو په پرتله ښه وو. د اساسي قانون له مخې ټولې افغانان د مساوي حقونو خاوندان وو او ښځو پارلمان کې حضور درلود. دا هغه جوړښتونه وو چې په تېرو شلو کلونو کې ورته پام شوی و.»
«که ووایو چې دغه لاسته راوړنې یوازې د نړېوالې ټولنې په ملاتړ را منځته شوي او بیا له منځه لاې، دا به غلط وي. د جمهوریت په دور کې نه یوازې ټولنه کې د ښځو حضور وده وکړه او ځانګړې ځای یې پیدا کړ، بلکې په قوانینو کې هم ښځو ته ځانګړي امتیازات ورکړل شول. د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو جوړښتونه او د دولت هغه پالیسۍ چې لږ تر لږه ۳۰٪ یې ښځې وي، د ښځو رول په امنیتي ځواکونو کې چې د تیرو وختونو په پرتله ډېر و او د ښځو حضور په رسنیو کې چې یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، ښيي چې له ښځو ملاتړ شوی وو.»
اخوا، کارپوهان د داوود خان، کمونستانو او له ۲۰۰۱ کال را وروسته جمهوري نظامونو په څېر د اصلاح غوښتونکو حکومتونو په کړنلارو نیوکه کوي او وايي، ښځې په دې حکومتونو کې فعالې وې، خو حکومتونو کې په لوړه سطحه د مېرمنو رول تر ډېره د مډرن ښوولو او د نړیوال مشروعیت د یو شاخص په توګه و، نه داچې په سیاست جوړونه کې ریښتینی رول ولري، ترڅو د ښځو د ژوند پر وضعیت اغېزه وکړي.
حقوقي کارپوه میر عبدالواحد سادات وايي: «د حامد کرزي د جمهوریت پر مهال هېڅکله هم د هغه مېرمن د محافلو او مجلسونو برخه نه وه، سره له دې چې مېرمن یې یوه تحصیلکړې ښځه وه. دا چاره د حکومت په اړه یو ډول شک را ولاړوي. برعکس، امانالله خان به لومړی قانون پر خپل ځان تطبیقوه او د ښځو په اړه د بحثونو پر مهال به یې مېرمن همیشه ورسره حاضره وه. مهمه دا ده چې د افغانستان نارینه، که په کورنۍ کې وي او که په ټولنه کې، باید رښتینې او صادقانه چلند وکړي.»
د ښځو پر وړاندې د رښتینې تګلارې نشتوالی او د اصلاحطلبو نظامونو د مشرانو نارینهپاله لیدلوری، د افغان ښځو په ژوند کې له عطف ټکو شمېرل کېږي. همدا لامل شوی چې ښځې په ټولو دورو کې تر ډېره د سیاست تابع پاتې شي، نه دا چې پخپله سیاست جوړونه کې اغېزمنه ونډه ولري.
اسلامي او د سیمې له هېوادونو سره پرتله؛ ولې افغانستان وروسته پاتې شو؟
د پوهنتون استاد نصیر شفیق او د تېر نظام پرمهال د پارلمان غړې فوزیه کوفي وايي، که څه هم د تېرو پنځوسو کلونو په موده کې ګڼ اسلامي هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان له محدودیتونو سره مخ وو، خو یو تدریجي او مخ پر وړاندې بهیر یې تجربه کړی.
دوی وايي، سره له دې چې ایران کې محدودونکي قوانین وو، خو د ۱۳۵۷م کال له انقلاب وروسته یې د سواد کچې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د ښځو د پوهنتوني د بنسټ یې کېښوده.
پاکستان کې بیا نهیوازې بېنظیر بوټو لومړۍ وزیره وه، بلکې ښځو ته یې په پارلمان او قضايي قوه کې هم د پام وړ ځای ورکړ.
عربستان سعودي چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوله، اوس یې د زدهکړو او کار په برخو کې ښځو ته محدود، خو باثباته ځای برابر کړی.
د بنګلهدېش، اندونيزيا او مالېزيا په څېر د سویلي او سویل ختيځې آسيا اسلامي هېوادونو نهيوازې داچې ښځينه مشرانې درلودې، بلکې د ښځو د سياسي او اقتصادي ګډون کچه يې په پرلهپسې ډول لوړه کړې.
د سيمې او نړۍ د ښځو په وضعيت کې دغه بدلونونه داسې مهال رامنځته کېږي چې افغانستان کې د ښځو وضعيت تل له یو لړ پرمختګونو او ژورو شا تګ سره مخ شوی.
د پوهنتون استاد نصیر شفیق او د تېر نظام پرمهال د پارلمان غړې فوزیې کوفي وویل: «نړیوالې ټولنې د زدهکړه او تعليم په برخه کې ډېرې مرستې کړي، خو موږ بايد د نارينهوو ترڅنګ ښځو ته هم زدهکړې برابرې کړې وای، ځکه زموږ ټولنه دواړو هم نارینه او هم ښځینهوو ته اړتيا لري. که دا کار شوی وای، نو موږ به هم د مالېزيا، اسلاماباد او الازهر پوهنتونونو په څېر ښه پايلې لرلی.»
«هغه پاليسۍ چې په تېرو پنځوسو کلونو کې پر افغان ښځو تحميل شوي، د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ورته بېلګه نهلري. سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، قطر، اردن، بحرين او نور هېوادونه چې ۳۰ کاله وړاندې یې د خپلو مبارزو په تاريخ کې د ښځو ټولنیز حضور نهدرلود، اوس سیاست، ټولنې، د زدهکړو او ټولنيزو خدمتونو ته لاسرسی په برخه کې د ښځو د ګډون سلنه مساوي، بلکې ډېر لوړه ده. خو له بله پلوه، افغانستان کې ښځې په دوامداره توګه ځپل شوي، پام ورته نه دی شوی او د نارینهوو له خوا د ښځو ضد پالیسیو قرباني پاتې شوي دي.»
ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد سلاموطندار ته وویل، واک ته د سرپرست حکومت له بیا ځلې رسېدو وروسته هڅه شوې چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حق هوی ته ورکړل شي.
«نورو برخو کې هم هڅې روانې دي، د حکومت دننه هغو برخو کې چې د مېرمنو حضور ته اړتیا ده، کار روان دی چې د هغوی لپاره زمينه برابره شي. د بېلګې په توګه: د روغتیا، زدهکړو، امنيت او خدماتي برخو کې، همداراز د هوايي ځواکونو په چوکاټ کې، هغه ساحې دي چې د ښځو شتون پکې اړين ګڼل کېږي، هلته يو خوندي او مصوون چاپېريال برابر شوی، څو ښځې وکولی شي په يو سالم چاپېريال کې ژوند او کار وکړي. هڅې روانې دي، ترڅو د مېرمنو هغه ټول حقوق تأمين شي چې شريعت او اسلام ورکړي، څو هغوی يو باعفته ژوند ولري. په دې برخه کې نظام مسووليت لري، دا زموږ شرعي وجيبه ده چې ښځې ته هر هغه مقام او حق چې ورکړل شوی، اعاده شي. نظام بايد د ښځو لپاره يو لا ښه او مناسب چاپېريال برابر کړي.»
د دې ټولو ترڅنګ، د تېرو پنځوسو کلونو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو نه يوازې داچې د ښځو د لاسته راوړنو د بنسټیزه کېدو مخه نيولې، بلکې لامل شوی چې د افغان ښځو هر نسل بېرته هغه ستونزې او خنډونه تجربه کړي چې له مخکېني نسله پاتې وو.
په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې د پرمختګ بهير تل پر مخ تللی، خو افغانستان کې ښځې بيا څو ځله له صفر څخه پيلولو ته اړ شوي دي.


