د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړېږي.
د مسوولانو په وینا، دغه ننداریزې قطعې به په مرکز ګردېز، احمدابا، سیدکرم، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، روحانی بابا، احمدخېل، ځاځياریوب او څمکنیو ولسوالیو کې جوړې شي.
د يادو ننداريزو قطعو بزګرانو ته د تخمونو او کيمياوي سرې د وېش پرمهال د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل چی د شولو ننداریزو قطعو لپاره هر بزګر ته (۱۰) کیلوګرامه د شولو تخم، (۱۴) کیلوګرامه توره سره او (۲۱)کیلو ګرامه یوریا «سپینه سره» وېشل شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د جوارو ننداریزو قطعو لپاره هر بزګر ته (۸) کیلوګرامه د جوارو تخم، (۳۰) کیلوګرامه توره سره او (۵۰) کیلوګرامه یوریا «سپینه سره» هم ورکړل شوې ده.
هغه دغهراز زیاته کړه چې د دې نمایشي قطعو له جوړولو څخه موخه دا ده چې بزګران د نورو محلي تخمونو پر ځای له دې تخمونو ګټه واخلي، ځکه حاصل يې زيات دی او د کښت د شیندلي تخم شکل څخه قطاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي.
د یادونې وړ ده چې دغه ۵۰ ننداریز قطعات په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي.


