د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت د علماوو شورا د رییس ميرويس کريمي پر موټر ماین چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د رسنيو د دفتر مسوول عبدالشایق شورش سلاموطندار ته وايي، دا پېښه نن وروسته له غرمې ۳ بجې د کاپیسا صياد سيمه کې شوې ده.
د شورش په وينا، په دې چاودنه کې د ياد ولايت د علماوو شورا رییس ميرويس کريمي هم ټپي شوی دی.
نوموړی زياتوي، د کاپیسا د علماوو شورا رييس له کابله ياد ولايت ته روان و او ماين يې له وړاندې په موټر کې ځای پرځای شوی و.