د هند د تامیل نادو ایالت چارواکي وايي، د تامیل فلمي ستوري وِیجې له لوري د ټاکنیز کمپاین پرمهال په یوه لویه غونډه کې د خلکو د ګڼې‌ګوڼې (سټامپېد) له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات نور ټپیان دي.

د تامیل نادو لومړي وزیر، اېم‌کا ستالین، رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ دی چې په‌کې ۱۳ نارینه، ۱۷ ښځې، ۴ هلکان او ۵ نجونې شاملې دي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال ۵۱ ټپیان چې په‌کې ۲۶ نارینه او ۲۵ ښځې دي، په ناوړه روغتیايي وضعیت تر درملنې لاندې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پېښې ځای د کارور سیمه ده چې د تامیل نادو په مرکزي برخه کې موقعیت لري. د چارواکو په وینا، پېښه د ویجې د ګوند، «تامیلگا ویټري کاژګم» د ټاکنیزې غونډې پرمهال رامنځته شوې.

چارواکو ویلي چې د پېښې ځای ته بېړنۍ روغتیایي ډلې او د ژغورنې ټیمونه رسېدلي، خو ګڼه‌ګوڼه د مرګ ژوبلې لامل شو. د چارواکو په وینا، روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره ځانګړې کړن‌لارې جوړې شوي او د ټپيانو د وضعیت د ښه‌کولو لپاره اضافي وسایل هم برابر شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام